۱۳۹۲ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

هلمند: دوه وسله وال طالبان ژوندي ونیول سول .

راپور----۲۰۱۴—۲----۱۸
دوه وسله وال طالبان ژوندي ونیول سول .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتوامرسمونوال عبدلاحدچوپان وايي تیره شپه دامنیه قوماندانۍ دخاصي قطعي ځواکونودلښکرګاه ښاراړونددباباجي په سیمه کي دچاڼیزوعلمیاتوپرمهال دوه وسله وال طالبان ژوندي هغه مهال ونیول کله چي پولیسوپه دغه سیمه کي دیوه راپورلمخي پلټني پیل کړي .
دچوپان په خبره دنیول سوووسله والوسره دوه میله کلاشنکوف . دوه میله کره بین . یومیل تماچه هم نیول سوي .
هغه وايې دوي به دراتلونکوټولټاکنولپاره دښارپه هغه سیموکي چي شک وي عملیات کوي ترڅودامینتي ستونزومخه ونیول سي .
په هلمندکي دنوروختوپه پرتله امنیتي ستونزي ډیري سوي دي خوچارواکي وايي دوي به يې دلمنځه تلولپاره کوټلي ګامونه پورته کوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر