۱۳۹۴ فروردین ۱۱, سه‌شنبه

دنشه یې توکوسره دمبارزي وزارت دکوکناروداړولوپه برخه کې په لوی لاس فسادته لاره هواره کړي ده .

راپور—۲۰۱۵—۳—۳۱—
دکوکناروداړولوپه برخه کې دنشه یې توکوپروړاندي دمبارزې ورازت په لوی لاس فسادته لاره هواره کړي ده .
دهلمندامنیه قوماندان په یوه خبري ناسته کې دیادمطلب په څرګندولوسره داهم وویل چې داسي اسناداوشواهدپه لاس لري چې لمخي یه یوشمیرقومي مشران دکرونده ګروڅخه دکوکنارودنه اړولوپه بدل کې دکرونده ګروڅخه پیسي راټولي کړي دي ،هغه وایې که یادي پیسي ترلسوورځوورنکړه عدیادقومي مخوربه ونیسي اودقانون منګلوته به یې وسپاري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل په یوه خبري ناسته کې وویل دنوروکلونوپه پرتله سږکال په دې ولایت کې ۳۰ سلنه دکوکناروپه کرکیله کې زیات والی راغلی دی په داسي حال کې دنشه یې توکوسره دمبارزي ورازت دوی ته دپنځه زره هکټاره داړولوهدف ورکړی دی ،چې دغه کارپه لوی لاس فسادکولوته زمینه هم برابره کړي ده .

قوماندان وایې په یوشمیرولسوالیوکې اوس مهال تراکتوران دتخنیکي ستونزوله امله دکوکناروداړولوتوان نلري که یادوزارت په دغه برخه کې جدي لاس په کارنسي دوی به په هلمندکې دکوکنارداړولوکمپاین ودروي ،ملاخیل یوشمیرهغه قومي مخوروته هم خبرداری ورکړچې دکرونده ګروڅخه یې دکوکنارودنه اړلوپه بدل کي پیسي اخیستي دي که دلسوورځوپه جریان کې یادي پیسي ورنکړي ټول به ونیسي اودقانون منګلوته به یې وسپاري .

خوپه هلمندکې دنشه یې توکوسره دمبارزي ریس محمدلعل عزیزي وایې دپنځه زره هکټاره کوکناروداړولودکمپاین لپاره دوی هرډول امکانات لري، ولي امنیه قوماندان وایې ددوی شته امکانات اودکوکناروداړولو ورکول سوی هدف ورته دمنلووړنه دی .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر