۱۳۹۳ اسفند ۱۰, یکشنبه

په هلمندکې دکوکناروداړولوکمپاین اودچارواکودپراخوبډوداخستلواندیيښنې

راپور—۲۰۱۵—۳—۲—
په هلمندکې دکوکناروداړولوکمپاین اودچارواکودپراخوبډوداخستلواندیيښنې .
ددې ولایت اوسیدونکې وایې له یوي خواڅخه یې طالبان عشراوزکات اوله بلې خوایه دولتي چارواکې دکوکنارودکښت دنه اړولوپه بدل کې ورنه پیسې اخلي چې دوی دغه چارې دسختوستونزوسره مخ کړي دي چې دهرجریب پرسرورڅخه لس زره پاکستانۍ کالداري اخستل کیږي،هاخواولایتي چارواکې وایې که په مرکزاولسوالیوکې کوم چاوراکې دکوکنارودکښت دنه اړولوپرمهال په بډواخستلوتورن سي دقانون لمخې به ورته سزاورکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
هرکال دکوکنارودکمپاین پرمهال ددې ولایت کرونده ګرله یوې خوادوسله والوطالبانودعشراوزکات اوله بلې خوادکوکنارودکښتونودنه اړولوپه بدل کې ددولتي چارواکودپراخوبډودورکولوله امله دستونزوسره مخ وي ،دوی وایې دهرجریب پرسرورڅخه لس زره پاکستانۍ کالداري اخسیتل کیږي چې په یادوپیسوکې لوړپوړي چارواکي هم ونډه لري .

دوی وایې دچارواکودغه دول کړنوپه دې ولایت کي دکوکنارودکرکیلې دکمولوپرځای سږکال دیادکښت کچه څوبرابره لوړه کړه ،خوپه دې اړه ولایتي ویاندعمرځواک وایې که په مرکزاویاهم په ولسوالیوکې کوم چارواکې په یادوکړنوتورن وپیژندل سي ورسره به قانونې چلندوکړي ،ځواک وایې داځل ولایتي چارواکې په دغه برخه کې جدي دي اونه به هم چاته دکوکنارودکښتونودنه اړولوپه بدل کې دبډواخستلواجازه ورکړي .

که څه هم هرکال په دغه برخه کې ژمنې کیږي خوبیاهم کرونده ګرله دې امله شکایت کوي چې دکوکناروکښتونه یې حاصل کم ورکوي ولي چارواکې یه دپیسوپه ورکولوکې کموالی نه راولي اودوی دهرجریب پرسرلس زره پاکستانۍ کالدارې ورنه غواړي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر