۱۳۹۳ اسفند ۲۵, دوشنبه

۳۶ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې اوشپږنورژوندي نیول سوي دي

راپور—۲۰۱۵—۳—۱۶--
دلښکرګاه ښاردپنجاوکلاپه سیمه کې ۳۶ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې اوشپږنورژوندي نیول سوي دي 
دهلمندامنیه قوماندان وایې وسله والوطالبانوتیره ورځ ناوخته دلښکرګاه دښارپرکمربندي پوستوبریدونه وکړه چې پرمهال یې یاده مرګ ژوبله هم رامنځته سوله ،امنیه قوماندان په تریخ ناورکې خبریالانوته وویل اوس هم په سیمه کې تصفوي عملیات دوام لري چې په زیاته اندازه وسلي ،مرمۍ ،اوچاودیدونکې توکې نیولي دي ،هغه ددې ولایت دنوروناامنوسیمودژرنیول کیدوخبرهم ورکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
تریخ ناورچې څوورځې وړاندي په لومړې ځل ددولت ترواکمنۍ لاندي راغې خواوس هم په سیمه کې چاڼیزعملیات دوام لري ،دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل په تریخ ناورکې شمشادتلویزیون وویل شل میله وسلې ،په زرګونه پیره مرمۍ ،اونورچاودیدونکې توکې دچاڼیزوعملیاتوپرمهال نیول سوي دي ،خوامنیه قوماندان دهغه سیمودنیول کیدوڅخه هم خبر ورکړچې تراوسه دوسله والوطالبانوسره په واکې دي ،دیوه بل خبرلمخې ملاخیل وایې تیره ورځ وسله والودښارپرکمربندي پوستوبریدونه کړي چې په پایله کې ۲۳ وسله وال ووژل سول ،۳۷ نورټپیان اوشپږیې چې یویې هم قوماندان دی ژوندي نیول سوي دي دوه موټربمونه،اودوهم موټرسیکل بمونه په سیمه کې لمنځه تللې دي .   

هغه وایې په تریخ ناورکې وسله والوپه پراخه کچه ماینونه ځای پرځای کړي دي چې تیروځ دوه ښځي دماین په چاودنه کې وژل سوي دي ،په ورته وخت کې دشپږسوه څلرم سرحدي زون قوماندان اود ۲۱۵ میوندقول اردودولومړۍ لیواقوماندان نه یوازي دتریخ ناردسیمې دلاښه امنیت دارویستلوډاډورکوي بلکې دلته ددایمي پوستودځای پرځای کیدوڅخه هم خبرورکوي .

وسله والوطالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلې قاري یوسف احمدي وایې په نوزاد او سنګين ولسوالیو کي  دپنځلس افغان سرتیرودمرګ ژوبلې ادعاکوي خوچارواکې بیاددوی دغه ادعانه منې .

که څه هم تریخ ناوروروسته له کلونوکلونوتردولتي واکمنۍ لاندي راغې خووسله والواوس مهال دښارپرکمربندي پوستوخپلوبریدونوته زورورکړی دی .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر