۱۳۹۳ اسفند ۱۶, شنبه

سرحدي پولیسو ۱۷۱۰ کیلوګرامه چاودیدونکې مواد ۹۱۰ برقي پټاکۍ، ۱۸۰ ریموټونه ۴۰۰ متره، فریمکارت، اویوه اندازه نورمواد نیولې دي .

راپور—۲۰۱۵—۳—۷—
دهلمندسرحدي پولیسوهغه سلګونه کلیوګرامه چاودیدونکې توکې اوسلګونه دماین ریموټونه نیولې چې دګاونډي هیوادپاکستان څخه یې هلمندته رالیږدول.
دسرحدي زون چارواکې وایې داچې دګاونډي هیوادپاکستان سره پراخه ګډه پوله لري اودجنوب ناامنې له همدي پولې څخه بولې،خوزیاته وي اړیتاده چې  دلته نورسرحدي پولیس هم ځای پرځای سې ترڅودهرډول ورانکاروکړونواودوسله والومخه هم نیول سوې وي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دشپږسوه څلرم سرحدي زون دارکان ریس مل پاسوال حمیدالله صدیقي وایې داچې دذلفقاردعملیاتوسره سم دوی دګاونډي هیوادپاکستان سره پرګډه پوله خپلوګزمو،اوکمینونوته پراختیاورکړي ده نوله همدي امله یې تیرورځ ددیشوولسوالۍ دملک غره په سیمه کې ۱۷۱۰ کیلوګرامه چاودیدونکې مواد ۹۱۰ برقي پټاکۍ، ۱۸۰ ریموټونه ۴۰۰ متره، فریمکارت، اویوه اندازه نورموادهم نیول سوي دي ،هغه وایې که دګاونډي هیوادپاکستان سره پرګډه پوله دسرحدي پولیسوشمیرډیرسي دامنیتي ننګونوپه برخه کې به ډیرکموالی راسي .

بلخواهغه سرحدي پولیس چې یادموادیې نیولې وایې دوی اماده دي چې پرګډه پوله دوسله والوطالبانوهرډول حرکتونه له ماتي سره مخ کړي،دوی زیاته وي که پرګډه پوله دوسله والومخه ونیول سي نه یوازي به هلمندبلکې به دجنوبي ولایتونوپه ناامنیوکې هم دپام وړکموالی راسي .

یاده ده دي وي چې دوه ورځې وړاندي هم سرحدي پولیسودګرمسیرپه ولسوالۍ کې ۲۵۵ کیلو ګرامه  تریاک ددوتنوسره دیوه کمین پرمهال نیولې وه .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر