۱۳۹۳ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

دهلمندپه سیستاني کې سپکې اودرنې وسلي نیول سوي دي .

راپور—۲۰۱۵—۳—۱۷—
دمارجې ولسوالۍ په سیستاني سیمه کې دمخامخ نښتي پرمهال څلورووسلوالوطالبانوته دمرګ ژوبلې داړولوترڅنګ سپکې اودرنې وسلي هم دپولیسولاسته ورغلي دي .
دامنیه قوماندان چارواکې وایې که څه هم دذالفقارعملیات بریالي دي خوورسره سم وسله والوطالبانوخپلوبریدونواوځان وژنکوحملوته هم زور ورکړی دی چې ددولتي چارواکوسربیره ملکي کسانوته هم پکې مرګ ژوبله اوړې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دامنیه قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال پاچاه ګل بختیاروایې تیره ورځ دسیستاني په سیمه کې دوسله والوطالبانوسره په مخامخ نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل سوي ،اودوه نورټپیان سوي دي ،بختیاروایې په دغه بریدکې دسپکو،اودرنووسلوترڅنګ په زرګونه پیره مرمۍ هم ددوی لاسته ورغلې دي .

هغه وایې په یادبریدکې افغان سرتیروته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې خونومړی روان دذلفقارعملیات په دې ولایت کې بریالې بولې .
که څه هم په دې ولایت کې دذلفقاردعملیاتویوه میاشت پوره کیدونکې ده ورسره سم دوسله والوطالبانوبریدونوهم زوراخیستی دی چې په یاده موده کې درې دموټربمونوحملي چې څلرم موټربم بریدتیره ورځ رامنځته سواوپرمهال یې اتوکسانوته مرګ ژوبله واړول .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر