۱۳۹۳ اسفند ۱۸, دوشنبه

په هلمندکې کرونده ګروایې مجبوره یوچې په پراخه کچه دکوکناروکرکیلې وکړو.

راپور—۲۰۱۵—۳—۹—
په هلمندکې ځیني کرونده ګروایې ددولت دنه پاملرنې اوپه دغه برخه کې دکړوژمنودنه عملي کولوله امله اړسوله چې په پراخه کچه دکوکناروکرکیلې ته مخه کړي .
دوی وایې له ډيري مجبورۍ څخه اړسوله دکوکناروکښتونه وکړي ترڅوله دغې لارې خپل شته اړتیاوي پوره کړي،اونورکښتونه یې ددوی لګښتونه له همدي امله نسي پوره کولای چې له یويخوادولت ورسره داصلاح سوتخمونو،کمیاوي مواودپه برخه کې مرسته ونه وکړه اونه هم ددوی غنمو،اودپمبومحصولاتوته بازرموندنه ونه کړه ،اوکومي ژمنې چې دوی کړي یوه هم نه ده عملي سوي ،هاخواچارواکې دتیرکال په پرتله دکوکنارودزیات والې کچه لس سلنه لوړه یاده وي خوژمنه داده چې دکوکناروداړلوپرمهال به دهرډول بډواخستلومخه نسي .
زموږهمکار دکرونده ګروسره نیغ په نیغه خبري کړي  چې راپورته ستاسي پام رااړوم
دغه کرونده ګرودشمشادسره په خبروکې وویل له ډیري مجبورۍ اړسوله چې سږکال په پراخه کچه دوکناروکرکیلې ته مخه کړي ،هغه ځکه چې دولت ورسره داصلاح سوتخمونو،اوکمیاوي سري دورکولوژمنه کړې وه خوپوره یې نکړي ،اوله بلې خوایه لګښتونه هم لوړدي نوځکه یې یادکښت ته دپخواپه پرتله  توجوډیره ده ،خوژمنه کوي که دولت ورسره ددوی داړیتاوپه پوره کولومرسته وکړي اړنه دي چې دکوکناروکښتوته مخه کړي .

دهلمندمرستیال والي محمدجان رسولیاردامنې چې دتیرکال په پرتله سږکال دکوکناروپه کښت کې لس سلنه ډیروالی راغلی دی ،خوژمنه کوي چې سږکال به دوی په ټول هلمندکې پنځه زره هکټاره دکوکناروکروندي واړه وي .

که څه هم دتیرکال په پرتله څوبرابره دکوکناروکرکیله ډیره ده خوچارواکې یه یوازي دلس سلنه ډيریدوخبره منې ولي تیرکال لس زره هکټاره دکوکناروکښتونوداړلوهدف ورکول سوی ووچې دولت یوازي پردوه زره اوپنځه سوه هکټاره دکوکناروکروندې واړولې خوسږکال چې دتیرکال په پرتله ډیرکوکنارکرل سوي دي یوازي بنځه زره هکټارکروندي اړل کیږي اوپاته نوربه ټول خپل حاصل ته ورسیږي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر