۱۳۹۴ فروردین ۴, سه‌شنبه

سرحدي پولیسویوځل بیاسپکې اودرنې وسلي ،اوپه زیاته اندازه یې مرمۍ نیولي دي .

راپور—۲۰۱۵—۳—۲۴—
دهلمند دتریخ ناورسیمه چې دوسله والویوسترپټنځای واوس مهال پکې اتیاسلنه تصفوي عملیات هم پایته رسیدلې دي .دسرحدي زون چارواکې وایې داچې سیمه دوسله والودشتون څخه پاکه سوې ده اوس دوی دمځکنې ماینونو،اودوسله والودوسلودزیرمودپیداکولوپه موخه پراخ عملیا پیل کړي دي .چې تیره ورځ یې یوځل بیاسپکې اودرنې وسلي ،په زرګونه پیره مرمۍ اوچاودیدونکې  توکې نیولي دي .
چارواکې په سیمه کې دلویولارودجوړیدو،په سیمه کې امینتي پوستودجوړیدو،اویوځل بیادوسله والودارتګ دمخنیوي لپاره دکلکوامنیتي تدابیرودنیول کیدوڅخه خبرهم ورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دشپږسوه څلرم سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمودمحموددخبریالانوسره په خبروکې وویل داچې دتریخ ناورسیمه څوورځي وړاندي په بشپړه توګه دوسله والودشتون څخه پاکه سوه خودم ګړی پکې تراتیاسلنه ددوی تصفوي عملیات هم په بریالیتوب پرمخ تللې دي ، اوتراوسه یې څلورځله دوسله والولسګونه میله سپکې اودرنې وسلي ،په زرګونه پیره دراکټ اوسپکووسلومرمۍ ،اوپه زیاته اندازه یې ځمکنې ماینونه هم کشف اولمنځه وړي دي ،چې تیره ورځ یې هم دیوشمیرسپکو اودرنو وسلوترڅنګ په زرګونه پیره بیلابیلې مرمۍ ،اوچاودیدونکې توکې هم ونیول.


نوموړی وایې دهغه پلان لمخې چې دیادي سیمي دلاښه امنیت په موخه جوړسوی دامهال دلویولارودجوړیدوترڅنګ ،یوشمیرامنیتي پوستي جوړي سوي پریوشمیرنوروهم کارروان دی چې تریخ ناوربه دوسله والودبیاراتګ څخه په امن کې وي ،که څه هم په هلمندکې دسرحدي پولیسولاسته راوړنې دنوروامنیتي ځواکونوپه پرتله ښې دي خودذلفقاردعلمیاتودپیل څخه تردې مهال یې او په خاص ډول سره په تریخ ناورکې ددوی لاسته روانې دیادولودي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر