۱۳۹۳ اسفند ۲۳, شنبه

وروسته له کلونوکلونودتریخ ناورسیمه دوسله والودشتون څخه پاکه سوه .

راپور—۲۰۱۵—۳—۱۴—
دتریخ ناورسیمه دڅوارلسوکلونوورسته په لومړې ځل دولت ترخپلې ولکې لاندي راویسته .
تریخ ناورچې دلښکرګاه ښاراودریولسوالیوګډه سیمه وه دزرګونوایساف ځواکونوپه شتون کې هم یاده سیمه دوسله والویوسترپناځای وچې له څه کم یوې میاشتي راهیسي دذالفقاردعملیاتودپیل سره سم دلته هم عملیات پیل سوه چې تیره ورځ ناوخته دوسله والودشتون څخه په بشپړه توګه پاکه سوه ،که څه هم دذلفقاردعلمیاتومشرې دملي اردوپه غاړه ده خودتریخ ناورسیمه دسرحدي پولیسوپه زیارپاکه اودخلکولپاره یوځل بیادژوندکولوزمینه برابره سوې ده ،دسرحدي پولیسوچارواکې وایې دوی به په سیمه کې دایمي پویستي ځای پرځای کوي ترڅویوځل بیادغه سیمه دوسله واولوپه ولکې ونه لویږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
تریخ ناوره دلښکرګاه ښار،نادعلي ،مارجې اوناوي ولسوالیوهغه ګډه سیمه وه  چې له تیروڅوارلسوکلونوراهیسي دوسله والوطالبانوپه ولکه کې وه اویادځای په هلمندکې دوسله والوطالبانویوسترپټنځای هم وو،که څه هم دغه سیمه دلښکرګاه ښاه دمرکزڅخه په شااوخوالس کلومترې که پرته وه خوبیاهم دزرګونوایساف ځواکونوپه شتون کې تراوسه دووسله والوپه لکه کې وه چې تیره ورځ ناوخته دسرحدي پولیسوپه خاصه مرسته دلومړي ځل لپاره تردولتي حاکمیت لاندي راغله ،په هلمندکې دشپږسوه څلرم سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمودمحمودپه سیمه کې شمشادتلویزیون ته وویل تریخ ناور په بشپړه توګه دوسله والودشتون څخه پاک سو،خونوموړی دخلکوداستوګنې په کورونوکې په پراخه کچه دماینونودځای پرځای کیدوڅخه دخبرترڅنګ دلته ددایمي پوستودجوړیدوڅخه خبرهم ورکوي .

که څه هم دذلفقاردعلمیاتومشري دملي اردوپه غاړه ده خودمارجې ولسوالۍ په سیستاني اوتریخ ناورکې دملي اوسرحدي پولیسوپه مټ یادي دواړي سیمي دوسله والوطالبانوڅخه پاکي سوې ،دسیمي اوسیدونکې چې په هره برخه کې ځپل سوي ددولت څخه دوسله والوطالبانوله لورې ددوی داستوګنې په کورنوکې دځای پرځای سوماینونودلمنځه تلو،دخوارکې توکواودلته ددایمي امنیت دراویستلوغوښتنه کوي .

که څه هم دتریخ ناورسیمه له څلرویشت ورځوعملیاتووروسته دولت ترخپلې ولکې لاندي راویسته خوچارواکې یه دواړولوروته داوښتې مرګ ژوبلې په اړه اوس مهال څه نه وایې خودروانوعملیاتوپرمهال دواړولورویوبل ته درنې مرګ ژوبلې داوړلوادعاوي کړي وي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر