۱۳۹۴ فروردین ۲, یکشنبه

په هلمندکې په نشه دروږدوکسانوشمیره ترسل زره لوړه سوې ده .

راپور—۲۰۱۵—۳—۲۲—
په هلمندکې په نشه دروږدوکسانوشمیره ترسل زره لوړه سوې ده .
چارواکې یه لوی لامل په دغه ولایت کې دکوکنارودکرکیلې دډیروالې ،اوبي کارۍ ،څخه یاده وي ،خوژمنه یې داده چې دوی به دیادکښت پروړاندي کلکه مبارزه کوي په داسي حال کې چې دنوروکلونوپه پرتله سږکال په دې ولایت په پراخه کچه دکوکناروکښتونه کرل سوي دي .دوی همداررازیوځل بیاپه دې ولایت کې دکرنې په برخه کې دکارکولوترڅنګ دپمبې دفابریکې درغولوژمنه هم وکړه .
دغه څرګنده ونې چارواکو ۱۳۹۴ یم کال دبزګرورځې په مناسبت په جوړه سومراسیموکې په ډاګه کړې.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمنددهیوادیوله هغه ولایتونوپه کتارکې دی چې دکوکناروکرکیله پکښي ډيره ده ،خوسږکال دنورکلونوپه پرتله دلته دیادکښت کچه څوبرابره لوړه سوې ده،چې دسیمي اوسیدونکې یه ولایتي چارواکې کرني ته په وده ورکولواودکرونده ګرومحصولاتوته په بازارمونده کې پاته بولې،چې له امله یې نه یوازي دلته دکوکناروپه کرکیله کې ډيروالی راغې بلکې په نشه دروږدوکسانوشمیره هم ترسل زره لوړه سوه ،دهلمندمرستیال والي محمدجان رسولیارهم دامنې چې په نشه دروږدوکسانوشمیره مخ په لوړیدوده ،نوموړی هم دغه چاره دکوکنارکیلې دزیاتیدوڅخه بولې خوهغه په نوروبرخوکې دلاسته راوړنواودشته ستونزوترڅنګ سږکال دناامنیودډیریدوله امله دیادي ورځې لمانځل هم کمرنګه بولي .

رسولیارهم دنورولوړپوړچارواکوپشان ژمنه وکړه چې دکوکنارودکښت یوښه بدیل چې دپمبې فابریکه ده پرپښودروې که څه هم دغه ژمنه په وار وارتکراسوې دي خودبزګردورځي په لمانځ غونډه کې یوځل بیاددیادي فابریکې درغولوتکرارې ژمنه وسوه ،دولایتي شوراریس محمدکریم اتل بیادهلمندکرونده ګروته ډاډورکړچې په وران کال کې به دکرونده ګرودشته ستونزوپه حل کولوکې پوره مرسته وکړي ترڅونه یوازي دلته دکوکنارودکښتونومخه نیول سوې وي بلکې ورسره سم په نشه دروږدوکسانوپه شمیرکې هم کموالی راغلی وي .


دبزګرورځ دهیواددنوروولایتوترڅنګ په هلمندکې هم هرکال لما نځل کیږي خودنوروکلورپه پرتله سږکال دلته دغه ورځ  ډیره کمرنګه اویوازي په نمایشي بڼه دامنیتي ستونزودډیریدوله امله ولمانځل سوه 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر