۱۳۹۳ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

په هلمندکې دنوروامنیتي ځواکونوپه پرتله دسیمه ییزوپولیسومرګ ژوبله لوړه ده .

راپور—۲۰۱۵—۳—۴—
په هلمندکې دنوروامنیتي ځواکونوپه پرتله دسیمه ییزوپولیسومرګ ژوبله زیاته ده .
چارواکې وایې دسیمه ییزوپولیسودمرګ ژوبلې کچه دنوروامنیتي ځواکوپه پرتله ځکه لوړده چې دجنګ په لومړۍ کرښه کې جنګیږي ،اودنوروامنیتي ځواکوپه شان وسلې هم په واک نلري .
دکورنیوچارودوزارت دسیمه ییزوپولیسودقوماندانۍ مرستیال وایې په دې اړه یې لوړپوړوچارواکوته وړاندیزونه کړي ترڅودویته وسلي اودنوروپولیسوغوندي امکانات هم په واکې ورکړي ترڅودزیاتي مرګ ژوبلې څخه مخنیوی سوی وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دکورنیوچارودوزارت دسیمه ییزوپولیسودقوماندانۍ مرستیال مل پاسوال عبدالحمید حمیدي وایې که څه هم دسیمه ییزوپولیسودنده په کلواوبانډوکې دامنیت ساتل دي خودجنګ دډیروالي اومجبورۍ له وجې دامهال سیمه ییزپولیسودنورامنیتي ځواکونوسره اوږه پراوږه دجنګ په لومړۍ کرښه کې جنګیږي ،هغه وایې دوی دنوروامنیتي ځواکونوپه پرتله وسلي اوتجهزات نلري نوځکه یې مرګ ژوبله هم لوړده،خوزیاته وي دوی دسیمه ییزوپولیسودوسلو،تجهزاتو،اوداعاشي دورکړي په هکله یې لوړپوړوچارواکوته وړاندي زونه کړي ترڅودیادوستونزومخه ونیول سي .

نوموړي په دي ولایت کې دذلفقارپه عملیاتوکې دسیمه ییزوپولیسودلاسته راوړنواوددوی دبریالیتوبونو په اړه داسي وویل .


په هلمندکې دنوروامنیتي ځواکونوترڅنګ ددې ولایت په اوو ولسوالیوکې شاه اوخوادري زره سیمه ییزپولیسودنوروامنیتي ځواکونورسره اوږه پراوږه دجنګ په لومړۍ کرښه کې دوسله والوطالبانوپروړاندي جنګیږي ،داچې دولس ترڅنګ دولتي چارواکې هم دسیمه ییزوپولیسوهڅي ستایي خوتوجوهغه ډول سیمه ییزوپولیسوته نه دي سوې څنګه چې اړیتالیدل کیږي چې دغه چارې سیمه ییزپولیس ځکه مایوسه کړي دي چې قرباني یه ډیره خوتوجوورته کمه ده . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر