۱۳۹۳ اسفند ۲۷, چهارشنبه

دولایت دمقام پرودانۍ موټربم چاودنې ۴۸ کسانوته مرګ ژوبله واړول .

راپور—۲۰۱۵—۳—۱۸—
دهلمند دولایت دمقام پرودانۍ موټربم چاودنې ددولتي چارواکوسربیره اته څلویښت کسانوته مرګ ژوبله واړول 
بریدغرمه مهال شاه اوخوایولس بجې دولایت دمطبوعاتي دفترڅنګه ته رامنځته سوچې دوالي ددفترترڅنګ یې دامنیه قوماندانۍ دامنیت امردمرستیال دکور،اویوشمیرنوردفترونه هم ویجاړکړي دي چاودنه چې دمازداموټرپه واسطه رامنځته سوې دعایني شاهدانوپه ویناډیری مرګ ژوبله یې ملکې کسانوته واړول ،خوچاوارکې وایې په بریدکې دولتي سرتیري ټپیان سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دولایت دمقام پرودانۍ موټربم چاودنې ډیری کسانوته مرګ ژوبله واړول ،پیښه غرمه مهال شااوخوایولس بجې رامنځته سوله چې په پراخه کچه دمالي زیانوترڅنګ یې ځاني زیانونه هم اړولي دي مرستیال والي محمدجان رسولیاروایې دبریدموخه هغه غونډه وه چې په ولایت کې روانه ،هغه وایې په بریدکې اوه تنه وژل سوي او یویشت نور ټپیان سوي دي چې په ټپیانوکې دګرشک پخوانی ولسوال , دوالي ویاند عمرځواک،دکرهڼي سرپرست ریس ،او دنادعلي ولسوال فتیح الله هم شامل دي،په بریدکې دولایت دمقام دودانۍ ترڅنګ دوالي دفترهم ویجاړسوی دی خودمطبوعاتي فتردیوالونه هم نړول سوي دي

دایمرجنسي روغتون وایې ۲۱ ټپیان اوده اوکسانومړي دویته اوهمدارنګه ۲۰ کسان بست روغتون ته په ټپي حالت کې هم وروړل سوي دي ,دپیښي په ځای کې عایني شاهدان وایې چاودنه ډیره زوره وره وه اوډیری کسانوته یې مرګ ژوبله هم واړوله چې ډيره برخه یې ملکي کسان وه ،په ویاجاړوسوکورنوکې دسیکاپه نوم یوه بهرنۍ موسیسه اودامنیه قوماندانۍ دامنیت دامریت دمرستیال دکورترڅنګ نورکورنه هم ویجاړسوي دي .


داپه تیرو دوو اونيو کي دریم ځانمرګی برید دی چي دلښکرګاه ښار اړوند بیلابیلو سیمو کي ترسره کیږي.تیره اونۍ دلښکرګاه اړوند دبولان په سیمه کي دموټربم په چادونه کې اوه ملکي کسان ووژل سول او دڅلورو پولیسو په شمول يي اته ویشت ملکي کسان ټپیان کړل.روانه اونۍ هم دلښکرګاه ښارپریوه امنیتي پوسته موټر بم برید دوه ملکي وکړي او دوه پولیس ووژل او دوه پولیس او دوه ملکي کسان يي ټپیان کړل.دبریدمسولیت وسلوالوطالبانوپه غاړواخیست .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر