۱۳۹۳ اسفند ۹, شنبه

دهلمندپه مرکزاوولسوالیوکه به سږکال پنځه زره هکټاره دکوکناروکروندي واړول سي .

راپور—۲۰۱۵—۳—۱—
دهلمندپه مرکزاوولسوالیوکه به سږکال پنځه زره هکټاره دکوکناروکروندي واړول سي .
که څه هم دنورکلونوپه پرتله په دې ولایت کې دکوکناورکرکیله څوبرابره ډیره ده خوبیاهم دولت یوازي دپنځه زره هکټاره دکوکنارودکښتونودلمنځه تلوژمنه وکړه .
ولایتي چارواکې وایې په ورکول سوي هدف کې به لومړی دزورواکواوهغه کسانوکوکنارواړه وي چې ډيریې کرلې وي ،امنیتي چارواکې هم دکوکنارودکروندوداړه ولودکمپاین دامنیت دخوندي ساتلوډاډډورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم په هلمندکې دنوروکلونوپه پرتله دکوکناروکرکیله څوبرابره زیاته ده خودنشه یې توکوپروړاندي دمبارزي وزارت وایې سږکال دوی په دې ولایت کې یوازي پنځه زره هکټاره دکوکناروکروندي لمنځه وړي ،مرستیال والي محمدجان رسولیاروایې داځل به لومړی دهغه کسانودکوکناروکروندي واړه وي چې زورواکې اویایه هم ډيرکوکنارکرلي وي .
په ورته وخت کې دنشه یې توکوسره دمبارزي دوزارت مرستیال انجینرمحمدابراهیم اظهروایې سږکال به په مرکزاو ولسوالیوکې ټاکل سوی هدف پوره کړې .که څه هم هرکال دکوکنارودکروندداړولوپرمهال دبیلابیلوخواوڅخه واسطه ،زورواکې ،اویاهم دبډوپه ورکولوکې دکورکنارودکروندي نه اړول کیږي خوداځل ددې ولایت دامنیه قوماندانې دامنیت امرسمونوال پاچاه ګل بختیاروایې دهرډول غیري قانونې کړنومخه به نسي اوسرغړونکې به دقانون منګلوته هم وسپاري .

په هلمندکې دنورکلونوپه پرتله دکوکنارودکرکیلې کچه څوبرابره زیاته دخوبیاهم دولت یوازي په ټول هلمندکې پنځه زره هکټاره کروندي اړه وي،په داسي حال کې چې تیرکال په ټول هلمندکې پرسل زره هکټاره ځمکه کوکنارکرل سوي وه چې دولت یې دلس زره هکټاره داړلوپریکړه وکړه خوپرهم هغه مهال یې یوازي دوه زره اوپنځه سوه هکټاره واړل سول اوپاته نورټول کوکنارخپل حاصل ته ورسیده .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر