۱۳۹۳ اسفند ۲۷, چهارشنبه

سرحدي پولیسودمارجې ولسوالۍ په تریخ ناورسیمه کې دوسلودوه زیرمي نیولي دي .

راپور—۲۰۱۵—۳—۱۸—
دهلمندسرحدي پولیسودمارجې ولسوالۍ په تریخ ناورسیمه کې دوسلودوه زیرمي نیولي دي .
چارواکې وایې داچې سیمه یې دوسله والوڅخه پاکه کړې ده نواوس مهال ددوی له لورې دتلاشي پرمهال یې یادي زیرمي نیولي دي ،دوی چې په جنوبي هلمندکې دذلفقارعملیات بریالي بولې خوترڅنګ یې داهم وایې چې دلته وسله والوطالبانوپه پراخه کچه ماینونه ځای پرځای کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دمارجې ولسوالي په تریخ ناورکې سرحدي پولیسودوسله والوطالبانودوسلو،اودچاودیدونکوتودوه زیرمي نیولي دي ,دشپږسوه څلرم سرحدي زون دارکان ریس مل پاسوال حمیدل الله صدیقي وایې داچې سیمه له کلونوکلنورا راهیسي دوسله والوپه ولکه کې وه نودوی هم دلته خپله څارنوالي ،قوماندانۍ ،اودوسلوډیري زیرمي جوړي کړي دي چې تیره ورځ یې په دوجلاجلازیرموکې یوموټر، اوه  میله وسلي، ۷۱ پیره  دهاوان مرمۍ، ۱۸۵ دهاوان سر ګلولې، اوپه زیاته اندازه یې چاودونکې توکي هم نیولي دي .

صدیقي وایې په جنوبي هلمند کې چې دنوروامنیتي ځواکونوترڅنګ  ډیری دامینت مسوولیت د سرحدي پولیس په غاړه دی امنیتي ستونزي یه ترډيره راکمي سوي دي .

په هلمند کې دوسله والو دځپلو په موخه پوره  یوه میاشت وړاندي د ذوالفقار عملیات  پیل سول چې تر دې مهال د مسوولین په وینا یوازي په جنوبي هلمندکې ډیری سیمي ددولت له وسله والو پاکې سوي دي او په شمالي ولسوالیو کې اوس هم عملیات دوام لري.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر