۱۳۹۴ فروردین ۵, چهارشنبه

په هلمندکې دملکې کسانودمرګ ژوبلې کچه دتیرکال په پرتله ۶۵ سلنه لوړه سوې ده .

راپور—۲۰۱۵—۳—۲۵—
په هلمندکې دملکې کسانودمرګ ژوبلې کچه دتیرکال په پرتله ۶۵ سلنه لوړه سوې ده .
ددې ولایت دبشري حقونودخپلواک کمیسیون چارواکې وایې په جنګ کې دښکیلوخوادنه پاملرنې له امله یاده مرګ ژوبله لوړه سوې ده ،چارواکې هم دامنې چې په دې ولایت کې دتیرکال په پرتله دملکي مرګ ژوبلې کچه لوړه سوې ده خودجنګ لاره نه بلکې دسولي په راتلوټنګارکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند کې د بشري حقونود خپلواک کمسيون مشرمحمدبیلال صدیقي وايې د ۱۳۹۳ کال په اوږدوکې په دې ولايت کې د جګړواونورونا امنيوله امله ۲۹۶ ملکي کسان وژل سوي او۷۵۹ نورټپيان سوي دي چې د ۱۳۹۲ لمريزکال په پرتله ۶۵ سلنه زياتوالی راغلی دی ، هغه دیادي مرګ ژوبلې پړه په جنګ کې پرښکلیوخواو وراړوي .

صدیقي وایې نه یوازي بایددملکې مرګ ژوبلې مخه ونیول سي بلکې دي دهغه سیموڅخه دجنګ کارنه اخیستل کیږي چې ملکې کسان په کې میشت وي ،په ورته وخت کې دهلمندمرستیال والي محمدجان رسولیارهم دامنې چې دملکې مرګ ژوبلې کچه لوړه تللې ده خوهغه یې پړه ترډیره پروسله والوطالبانووراچوي .

دا په داسې حال کې ده چې په دې ولايت کې په تيرودوه اونيوکې په لښکرګاه ښاراوځينونوروسيموکې د موټربمونوپه چاودنوکې ۱۶ ملکي کسان وژل شوي او۷۱ نورټپيان سوي هم دي.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر