۱۳۹۳ اسفند ۱۷, یکشنبه

په هلمندکې دتیرکال په پرتله ۴۰ سلنه دښځوسره دتاوتریخوالې پیښې ډیري سوي دي .

راپور---۲۰۱۵—۳—۸—
په هلمندکې دمارچ اتمه یادښځودنړیواله ورځ په داسي حال کې ولمانځل سوه چې دتیرکال په پرتله ۴۰ سلنه دښځوسره دتاوتریخوالې کچه لوړه ده .
دښځودبرخې فعالین وایې دوی دښځوسره دتاوتریخوالې په راکمولوکې هڅه کوي خوله یوي خوادولایتي چارواکونه پاملرنه اوله بلې خواناوړه دودونه ،بیسوادې ،غربت ،اودبیې کارې دکچې لوړوالی ددې لامل سوچې دښځوسره دتاوتریخوالې کچه لوړه سوه ،خوپه ورته وخت کې ولایتي چارواکوژمنه وکړه چې دلته به نه یوازي دښځوسره دتاوتریخوالې په راکمولوکې مرسته کوي بلکې به په دولتي اداروکې دهغویولپاره دکارکولوزمینه برابره کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دمارچ اتمه یاددښځونړیواله ورځ په داسي حال کې ولمانځل سوه چې دښځوسره دتاوتریخوالې په پیښوکې دتیرکال په پرتله ۴۰ سلنه ډیروالی راغلی دی ،ددې ولایت دبشرې حقونودخپلواک کمیسون اوپه ولسي جرګه کې دهلمنددخلکواستازي وایې تیرکال دښځوسره دتاوترخوالې ۳۳۶ بیلابیلې قضیې له دوی سره ثبت سوې دي خوپه دغه برخه کې دنه پاملرنې له امله سږکال دیادوپیښوکچه ۵۰۲ ته لوړه سوه ،چې دویه هم اندیښمن کړي دي .

بلخوادهلمندسرپرست والي محمد نعیم دامنې چې دنوروولایتونوپه پرتله دلته دښځودحقونوپه برخه کې کارندی سوی ،خوژمنه یې داده چې لوستوښځوته به دوړتیالمخې په ټولواداروکې دکارکولوزمینه برابره کړي .

په ورته وخت کې دښځوچاروریسه جمیله نیازۍ وایې په هلمندکې دښځوسره دتاوتریخوالې دپیښودډیریدولاملونه ناوړه دودونه ،بیسوادي،غربت،بي کارې ،اودیته ورته نوري ستونزي دي چې دولت یې په حل کلوکې پاته راغلی اودښځوسره دتاوتریخوالې پیښي هم ورځ تربلې ډيریږي ،خونیازۍ یه دحل غوښتنه کوي ،که څه هم هرکال دښځودنړیوالې ورځي په مناسبت په جوړروسومراسیموکې دهغویوسره دتاتریخوالې په کمولوکې ژمنه کیږي خوتراوسه هم عملي کارندی ترسره سوی چې یوځل بیایه دتیرپشان ژمنې تکرارسولې .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر