۱۳۹۳ اسفند ۱۰, یکشنبه

مدنې بنسټونه ،ددولت دنه پاملرنې اوددوامداره جګړوله امله ددبیوزلو،اوهغه ماشومانوکچه دلوړیدوپه حال ده چې درانه کارونه کوي .

راپور—۲۰۱۵—۳—۲—
په هلمندکې ددوامدارو روانوجګړوله امله دهغه ماشومانوکچه دلوړیدوپه حال کې ده چې درانه کارونه کوي،اویاهم دکورنیوغړې په جګړودلاسه ورکړي دي .
ددې ولایت مدني بنسټونه اودبشرې حقونودخپلواک کمیسون وایې ددولت دنه پاملرنې له امله دیادوماشومانوکچه ورځ تربلې دډیریدوپه حال کې ده چې دغه چارې اندیښنې هم زیاتي کړي دي ،هاخوادکاراوټولنیزوچارودریاست چارواکې هم یاده ستونزه منې خودحل کولولپاره یې خیریه اداروڅخه دمرستي غوښتنه کوي اوژمنه هم کوي که یادي ادارې ورسره مرسته وکړي دوی اماده دي چې ټولوهغه ماشومانوته ددرس اودژوندکولواسانتیاوي برابري کړي چې دامهال دبیوزلي له وجې کړیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې مدني بنسټونواوبشري حقونودخپلواک کمیسون پردولتي چارواکې له دي امله نیوکه وکړه چې په دې ولایت کې یه دهغه ماشومانولپاره هیڅ مرسته نه دي کړي چې په روانوجګړوکې یه دکورنیوغړي دلاسه ورکړي دي ،اویاهم دبیوزلي له وجې نه یوازي په درانه کارونوبوخت دي بلکې دزدکړوڅخه هم بي برخي دي .دوی وایې که څه هم ورځ تربلې یاده کچه دلوړیدوپه حال کې ده خوبیاهم په دغه برخه کې هیڅ پاملرنه نه دي سوې .

دوی زیاته وي په وران کال کې دجګړوله امله ۱۵۰ ماشومان وژل سوي اوڅه کم سل نورټپیان سوي هم دي،په ورته وخت کې بیوزله ماشومان وایې دډیري مجبوري څخه اړسوي چې یادرنوکارونوته مخه کړي اویاهم په ښارکې ټوله ورځ کاغذونه ټول کړي ترڅوماښام ته یوه ګوله ډوډۍ برابره کړي .

بلخواپه هلمندکې دکاراوټولنیزوچارورئیس محمدنادروطنوال وایې ددوی دمعلوماتولمخې ۹۰۰ ماشومان په ښاراو۱۷۰۰ یې هم ولسوالیوکې په درنوکارونوبوخت دي ،خوزیاته وي که خیریه ټولنې ورسره داعاشي په برخه کې مرسته وکړي دوی اماده دې چې دیادوماشومانولپاره دښه ژوندزمینه برابره کړي .


وطنوال وایې دم ګړی ددوی سره ۱۹۰ ماشومان دي چې  دعصري زدکړوترڅنګ يې ورته دښه  دژوندکو زمنیه  هم برابره کړي ده ،په هلمندکې روانودناامنیونه یوازي ډیری کورنۍ په بشپړه توګه واخستي بلکې ډیری داسي کورنۍ هم سته چې دامهال یې ژوندله سختوکړاونوسره مخ دی خولاهم یادي جګړې دوام لري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر