۱۳۹۳ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

دذلفقاردعملیاتودپیل څخه تراوسه په هلمندکې ۳۷۲ تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده .

راپور—۲۰۱۵—۳—۳—
دذلفقاردعملیاتودپیل څخه تراوسه په هلمندکې ۳۷۲ تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
چارواکې که څه هم روان عملیات بریالې بولې خودرسنیوسره دمعلوماتودورکولوپه برخه کې خوراډیری ستونزي موجودي دي اوچارواکودعملیاتودپیل سره سم رسنیوته دمعلوماتودنه ورکول پریکړه کړي ده .
دهلمندمرستیال والي په یوه خبري ناسته کې وویل داچې دعملیاتوڅخه دوه اونۍ اوړي تراوسه په سنګین ولسوالۍ کې لس کلومتره سیمه دوسله والودشتون څخه پاکه سوې ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
له تیرو دواونیوراپه دیخواپه هلمندکې دذلفقارپه نوم پراخ عملیات پیل سول داچې ددې ولایت اوسیدونکې له سختوناامنیوڅخه ترپوزي رسیدلې وه دیادوعملیاتوڅخه یې تودهرکلی وکړ،که څه هم دیادوعملیاتوڅخه دوه اونۍ تیریږي خوبیاهم چارواکې درسنیوسره دخبرونوپه برخه کې څنګه چې اړتیاده هغه ډول مرسته نکوي چې دلته شته خبریالانې دحقایقوپه خپرولوکې له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي ،دهلمندمرستیال والي محمدجان رسولیاروایې ۲۱۵ وسله وال طالبان،۱۵ دولتي سرتیري ،دوه ملکې وګړی تراوسه وژل سوي ،اوهمدارنګه، ۱۰۳وسله وال طالبان ،۲۵ امنیتي سرتیري ،اودرې تنه ملکي وګړې هم ټپیان سوې دي .

یوې لوړپوړي دولتي سره چینه دنوم دنه ښودلوپه شرط له رسنیوسره په خبروکې وویل دامنیتي ځواکونوترمنځه نه همږغي ،دعملیاتولپاره ناسم عملیاتي پولان جوړول ددې لامل سو چې ددواونیوپه تیریدودزیاتوامنیتي سرتیرو،اودلوړلګښت سربیره بیاهم رامنځته سوی پرمختګ ترپوښتنې لاندي دی رسولیارهم دخلکودیادواندیښنوپه اړه چې ګواکې عملیات په هغه ډول بریالي نه دي څنګه چې تمه کیده هغه وایې .

هاخوادایمرجنسي روغتون وایې دعملیاتودپیله تراوسه دویته  تر۱۵۰ ډیرټپیان وروړل سوي دي .
خودوسله والوطالبانوویاندقاري یوسف احمدي وایې ترسلو ډیردولتي سرتیري يې وژلي او په یادشمیر يې ټپيان کړي دي چې لاهم دوی ورسره په سخته جګړه بوخت دي .






هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر