۱۳۹۳ اسفند ۲۰, چهارشنبه

دمارجې ولسوالۍ دسیستانې په سیمه کې پربیځایه سوکورنیوبیړنۍ مرستي وویشل سوې.

راپور—۲۰۱۵—۳—۱۲—
دهلمند دمارجې ولسوالۍ دسیستانې په سیمه کې پربیځایه سوکورنیوبیړنۍ مرستي وویشل سوې.
دغه کورنۍ چې په دې ورستیوکې دجګړوله امله دخپلوکورنوپریښولوته اړسوې وه دسرې میاشتي دریاست له لوري ورسره څه ناڅه مرسته ترسره سوخوبیځایه سوي کورنۍ وایې دوی نورومرستوته ځکه اړتیالري چې وسله والوطالبانوکورونه په ماینون نړولي اودامهال دوی له سختوستونزوسره مخ دي ،خوچارواکې بیادجګړوڅخه دبیځایه سوکورنیودسروي دخبرترڅنګ وایې پریوشمیرکورنیویې مرستي هم ویشلې اوپاته نوروته به وروسته له سروې کولومرسته ورکول سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دمارجې ولسوالۍ دسیستانې دسیمي اوسیدونکې وایې وسله والوطالبانویې داستونګنې کورونه په ماینونونړولي دي چې له امله دامهال دوی له سختوستونزوسره مخ دي ،اودوام داروجګړوهم اړکړله چې خپل کورنه پریږي دي ،دوی که څه هم دیادومرستوڅخه خوښ ښکارې خوزیاته ورکول سوې مرسته یې بسنه نکوي اوباید دولت یې دنورومرستوغم هم وخورې ..

په ورته وخت کې دولایت دمقام ددفترریس نقیب الله  سکندري وايي تراوسه دمارجې ولسوالۍ دسیستانې ،اوتریخ ناوردسیموڅخه ۳۰۰ کورنۍ ،اوپه همدي شمیرپه سنګين ولسوالۍ کې بيځايه سوې دي چې بیلابیلوخیریه ادارو ورسره دمرستوژمنه هم کړې چې ډيرژربه ورته ورسول سي ،پرهمدي مهال دسري میاشتي ریس اسدالله مایاروایې ترجګړې دري ورځي وروسته ددوی لخوادبیځایه سوکورنیوسروي شروع اولاهم دوام لري چې تراوسه یې دسیستاني په سیمه کې د۹۰ کورنیوسره دخیمو،شړیو،اوځینونورتوکومرسته وکړه ،نوموړي ژمنه وکړه چې دتریخ ناوراوسنګین ولسوالۍ دبیځایه سوکورنیولپاره یه هم مرسته چمتوکړې چې پرخپل وخت به ورته ورسول سي .

په هلمندکې وروسته له هغه چې دذلفقارعملیات پیل سول یوځل بیاپه بیلابیلوسیموکې خلک دجګړوله امله دخپلوکورنوپریښوولوته اړسوله اودادي اوس یې دمرستودورکولولړۍ هم پیل سوې ده خواندیښنه داده چې تل دبیځایه سوکورنیولپاره راوړل سوې مرسته دمستحقوکورنیوپرځای نورخلک وړي داچې داځل به یادي مرستي هم پراړوکورنیووویشل سه کنه دابه وروسته په ډاګه سي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر