۱۳۹۴ فروردین ۶, پنجشنبه

دولایتي شوارغړو پرولایتي چارواکوتورپورې کړچې دګرمسیرولسوالۍ مسولین یې له دې امله له دندوګوښه کړي چې دویته یې پیسي نه ورکولي.

راپور—۲۰۱۵—۳—۲۶— 
دهلمند دولایتي شوارغړي پرولایتي مسولینوتورپورې کړچې دګرمسیرولسوالۍ مسولین یې له دې امله له دندوګوښه کړه چې دویته یې پیسي نه ورکولي .
تیره ورځ دسرپرست دمرستیال په امردګرمسیرولسوال،امنیه قوماندان ،اودملي امنیت مدیرپه دې تورلري کړل سول چې ګواکې دوی دخلکوڅخه دکوکنارودنه اړلوپرمهال پیسي اخستې دي خوچارواکوهغه اسنادهم درسنیوپه واکې ورنکړه چې دوی دولسوالیومسولین له دندولري کړه .
دګرمسیرولسوالیولسګونوقومي مخورونه یوازي دخپلومسولینودبیاورتلوغوښتنه وکړه بلکې یه دهغه کسانودورپیژندلوغوښتنه هم درلوده چې چارواکوته یې دیادي ولسوالۍ دمسولینوپه اړه ناحقه راپورورکړی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددسرپرست والي مرستیال محمد جان رسولیارتیره ورځ دګرمسیرولسوال ،امنیه قوماندان ،اودملي امنیت مدیرله دي امله له دندولري کړي دي چې ګواکې دکوکنارودنه اړلوپه بدل کې یه دخلکونه پیسې اخیستي دي ،هغه وایې دوی داسي اسنادلري چې لمخي یه یادچارواکې په دغه کارکې ښکیل وپیژندل سي که څه هم خبریالانودنوموړي څخه دهغه اسنادوچې یادچارواکې پري تورن پیژندل سوي دي دورکړي غوښتنه وکړه خوهغه دغه اسناد درسنیوپه واکې ورنکړه .

خودهلمنددولایتي شورا بیا پر ولایت مقام او مرستیال تور پوري کوي چي دګرمسیر له ولسوال او نورو مسئولینو يي دکوکنارو دکمپاین پرمهال د پیسو غوښتنه کړي ده.دوي وایی کله چي یادوچارواکودکرونده ګرو څخه دپیسو داخستلو نه ډډه وکړه نودوی هم دولسوالۍ مسولین له دندولري کړه .

دګرمسیرولسوالۍ لسګونه قومي مخورچې داحتجاج په ډول سره دولایت مخې ته راټول سوې وه پرولایتي چارواکو نیوکه وکړه چې بیله کومه ثبوته یې داکاردیوتوطیې لمخي وکړ،دوی ګواښ وکړکه یادچارواکې بیرته په ګرمسیرکې په دندوونه ګمارل سي نه یوازي به په ګرمسیرولسوالۍ کې خپل سیمه ییزپولیس له دندولاس په رسي بلکې به ترمرکزي دولته هم خپل ږغ ورسوي .

خوهاخودګرمسیرپخوانی ولسوال ایوب عمر عمري چي دم ګړي دواشیرخدمتي ولسوال نومول سوی دی، پرده لګول سوی تورنه په کلکه ردوي، هغه وایې په ګرمسیر کي د نهه زره هکتاره په شاوخوا کي کوکنار کرل سوي دي چي په تیره یوه میاشت کي يي دورکول سوي څلور سوه څلویښت هکتاره هدف څخه دری سوه نهه نوی هکتاره مات کړي هم دي .
ګرمسیرولسوالۍ دهیوادپه سطه یودهغه ولسوالیوپه کتارکې ده چې په بشپړه توګه تردولتي حاکمیت لاندي اوترمرکزلښکرګاه هم پکې امنیت په پشپړه توګه دډاډوړدی،خودیادولوده چې دخلکوپه پراخه مرسته اوقربانۍ یادامنیت رامنځته سوی دی.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر