۱۳۹۴ فروردین ۱۰, دوشنبه

دنادعلي ولسوالۍ کروندګروايي کښتونه يې د مرضیوله سترګواښ سره مخ دي .

راپور—۲۰۱۵—۳—۳۰—
دهلمند دنادعلي ولسوالۍ کروندګروايي کښتونه يې له یوډول مرضیوله سترګواښ سره مخ دي .
دوی وایې یادي نارغي هغه مهال ددوی په کښتونوکې راپیداسولي کله چې دهواڅخه دتاریوپه واسطه یوډول موادوشندل سول چې نه یوازي یه غنمو،پیلو،اونوروکروندي یه له لوی ګواښ سره مخ کړي بلکې یه انسان او حیوانانوته هم یوډول نارغي راپیداکړي .دوی زیاته وي په دي اړه که څه هم دکرني دریاست سره ده ستوزهشریکه کړي هم ده خوتراوسه یې حل لاره نه ده لټول سوې ،خوهاخوادکرني دریاست مسولین هم دغه ستونزه منې ولي زیاته وي دوی دیادونارغیودمخنیوي لپاره لاس په کارسوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دنادعلي ولسوالۍ کرونده ګروشمشادتلویزیونه ته وویل له تیرودوکلونوارهیسي ددوی کښتونه له یوډول مرضي سره مخ دي خو ورځ تربلې دپراخیدوپه حال کي دي ،دوی دیادونارغیوپړه پرخارجي تیارواچوي چې دشپي لمخي دکوکنارودانوته ورته موادشندي ،چي وروسته یې نه یوازي کښتونه بلکې انسانان اوحیوانان هم له بیلابیلونارغیوسره مخ کړي دي ،کرونده ګروایې دغه ستونزه یې دکرني دریاست سره شریکه کړي هم ده خوتراوسه حل لار نه ده ورته لټول سوې .

په ورته وخت کې دکرني دریاست دترویج چارواکې هم دغه ستونزه منې خوزیاته وي دنادعلي ولسوالۍ سربیره دمارجې ،اولښکرګاه ښارپه ځینوسیموکې دغنموفصلونه له یادومرضیوسره مخ دي ،خودوی بیادځینومرضیولامل دکرونده ګرنه پوهاوی په ګوته کوي .


هغه وایې دوی اوس مهال لاس په کارسوي دي ترڅودیادوستونزه مخه پرخپل وخت ونیول سي ،خوزیاته وي دیادومرضونونمونې یه مرکزته هم لیږلي ترڅویوه دحل لاره ورته ولټول سي ،یاده دي وي چې سږکال په هلمندکې دکرنې دریاست دمسؤلينوپه خبره په شاوخوا سل زره هکتاره ځمکه غنم کرل سوي دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر