۱۳۹۳ اسفند ۲۰, چهارشنبه

ددولتي چارواکودنه پاملرنې له امله دبست تاریخي کلادمرګ سلګۍ وهي .

راپور—۲۰۱۵—۳—۱۱—
دهلمندفرهنګپالوپرمرکزي دولت اوولایتي ادارې تورپوري کړچې تاریخي اثاروته ددوی نه پاملرنه ددې لامل سوه چې دبست کلا دورانۍ دسترګواښ سره مخ کړي .
دغوفرهنګپالوچې دتاریخي اثارودساتنې دنړیوالې ورځ په مناسبت په یاده کلاکې سره راټول سوې وه په یوه خوله یې دافغان حکومت څخه ددغواثارودورانیدودمخنیوي غوښتنه وکړه اوزیاته وي که یې مخه ونیول سي لري نه ده چې دغه تاریخي هستي به لمنځه تللې وي ،دفرهنګپالوخبري ټولي دمرکزي اولایتي چاروکوپرنه پاملرنه ورټولې وي .
نورحال له هلمنده زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دتاریخي اثارو دساتنې دنړیوالي ورځي په مناسبت دهلمندفرهنګپالوپه بست کلاکې دغه ورځ په داسي حال کې ولمانځله چې دیادي کلانه یوازي ساتنه نه ده سوي بلکې ډیری سیمي یه دزورواکولخواغصب سوي اولاه له دغه سترګواکښ سره مخ ده ،داطلاعاتواوکتلوردریاست چارواکواودولایتي شوراغړوله دې امله پرمرکزي اولایتي چارواکونیوکه وکړه چې دیادي کلادساتلو،اورغولوکې یه هیڅ مرسته نه دي کړي چې دامهال یادتاریخي اثاردورانیدودلوی ګواښ سره مخ دي .

دلته راټولوسولیکوالانوهم دیادتاریخي اثاردلمنځه تلوڅخه دسختي اندیښنې ترڅنګ نیوکه داوه چې په تیره یوه لسیزه کې په ډیروبرخوکې مرستي ترسره سوي خوتاریخي اثاروته هیڅ پاملرنه نه دي سوي په داسي حال کې چې دملي یوالي حکومت په لومړیوکې ژمنې وکړي خودعملي کولوهیڅ څرک یې نه ترسترګوکیږي .

شااوخوایوه میاشت وړاندي شمشادتلویزیون دیادي کلادلمنځه تلوڅخه دمخنیوي په موخه دیوه راپوردجوړه ولوپرمهال دهلمندمرستیال والي وسره ژمنه وکړه چې لومړی به یاده کلادهلمندسندداوبوڅخه چې سترګواښ یې ورته پیښ کړی دی مخه نسیې خوژمنې تراوسه پرخپل ځای دي اولري نه ده چې دنه پاملرنې له امله به یاده کلادورانیدودتباهي کندي ته یوسي ،اوبیابه دغه دزرګونوکلونوتاریخ دتل لپاره یوازي پرشونډوپاته وي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر