۱۳۹۴ فروردین ۱۱, سه‌شنبه

له ۴۵ ورځوورکه بریښنایوځل بیاتیره ورځ هلمند،اوکندهارته ورسیده .

راپور—۲۰۱۵—۳—۳۱—
که هلمنداوکندهارته دبریښناغځول سوي مزي اوپایې دسره ونه رغول سي ستونزي به پرخپل ځای وي .
لښکرګاه ښاراوکندهارته تیره ورځ وروسته له پنځه څلویښت ورځوبریښناورسیدل خوچارواکې یه دلینواوپایورغول اړین بولي ،دوی وایې داچې په سیمه کې ناامنې په پراخه کچه شتون لري خوله بلېخوا یادلینونه ترشل زره ځله ډیرپریسوي دي چې دبریښنادانتقال پرمهال نه یوازي دجګړوله امله بلکې خپله هم مزي پري کیږي چې روغل یې دیادوناامنیوله امله کله ناکله دستونزوسره مخ سي ،دغه څرګندونې تیره ورځ دبریښنادریاست چارواکوپه یوه خبري ناستي کې له خبریالانوسره وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمنداوکندهارته تیره ورځ وروسته له یوي نیمي میاشتي یوځل بیابریښناورسیده ،په کندهارکې دبریښنادشرکت مرستیال امان الله ایوبي فاروقي وایې اوس مهال دکجکي دوه  فعاله توربینونونه ۳۳ میګاواټه ظرفیت  سره اوس یوازي ۳۰ میګاواټه تولید لري چې ۱۰ کندهار، ۵  لښکرګا او پاته ۱۵ میګاواټه يې په موسی کلا، سنګین او  دکجکي په زمینداور سیموکې مصرفیږي ،چې دهغه سیموواکې هم  له طالبانو سره دی،هغه وایې هلمنداوکندهارته غځول سوي مزي ترشل زره واره ډیرپري سوي دي خورغولوته جدي اړتیالري.

په ورته وخت کې دهلمند د بریښنا ریس انجینر فیض الله وایې دلښکرګاه ښاراوسیدونکې ۱۸ میګاواټه بریښنا ته  اړتیا لري خودوی اوس مهال یوازي پینځه میګاواټه بریښناورکولای سي، داچي دبریښنادعادلانه ویش څخه اوسیدونکې تل شکایت کوي خوچارواکې وایې دښارټولوسیموته به په څلوروورځوکې نوبتي بریښناورسوي 

چارواکې وایې دبریښناپروړاندي نه یوازي ددولتي ادارودمصرف سوي بریښنادلګښتونه نه ورکړه لویه ستونزه ده بلکې په ناامنه سیموکې وسله وال دبریښنالګښتونه ټوله وي چې دغه چارې یوبل لوی خنډهم رامنځته کړی دی .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر