۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۲, جمعه

هلمند; ددوهم پړاوټاكنې به هم دتیرپشان بيله كومې امنيتي ستونزې ترسره کړل سي.

راپور-۲-۵-۲۰۱۴
په هلمند كې به دوهم پړاوټاكنې هم دتیرپشان بيله كومې امنيتي ستونزې ترسره کړل سي.
ددې ولايت امنيتي چارواكي وايي د لومړي پړاوټاكنوپه پرتله يې امنيتي پلانونه لا ډير كړي دي کچیري ټاكنې دوهم پړاوته وغځول سي  بيله كومې امنيتي ننگونې به ترسره کړل سي .
دوى همدا رازوايي له ټاكنو وروسته يې ددې ولايت د خلكو پراخه ملاتړترلاسه كړى اودا مهال وسله وال مخالفين يوازې سړه جگړه پرمخ وړي .
پدي اړه نورحال دهملمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وايي كه چيرې ټاكنې دوهم پړاوته ځي  دوى يې هم په اړه ځكه انديښنه نه لري چې له يوې خوا ورسره د خلكو ملاتړډیرسوي اوله بلې خوايې امنيتي پلانونه نورهم زيات كړي چې د ټاكنوپرمهال به هیڅ ډول امنيتي ستونزې شتون ونه لري.
هغه وايي دا مهال يې له نوروامنيتي ځواكونوسره په گډه اوهمدا رازپخپل واكه توگه يې په ځينوسيموكې چاڼيزعمليات په لاره اچولي ترڅوپه هغه سيموكې هم په بشپړه توگه د ټاكنولپاره پوره زمينه برابره سي.

د نوموړي په وينا دم دګړي په دې ولايت كې وسله وال مخالفين له ماتې سره مخ سوي يوازې په ځينومحدودوسيموكې غلچكي بريدونه ترسره كوي اوددې ترڅنگ يې سړه جگړه چې ډيره برخه يې په تبليغاتوپورې تړلې په لاره اچولې خوله دې  سره سره دوى په ځينوسيموكې د نا څاپي عملياتوپلانونه هم لري چې پخپل وخت به په كارواچول سي.

د باقي زوى په خبره په دې ولايت كې د پوليسولوړه مسلكي وړتيا اوس مهال ددې لامل سوې چې د خلكوپراخه ملاتړيې ترلاسه كړى اوامنيتي ستونزې يې راكمې كړي دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر