راپور-۲۶-۵-۲۰۱۴
په هلمندکي دلومړي ځل لپاره
یوه ښځینه پولیسه دجنایي څیړنوپه چوکاټ کي دمدیري په دنده وګمارل سول.
ددي ولایت امنیتي چارواكي
وايي ياد سوى
مديريت د نوموړي رياست په چوكاټ كې
دكورنيوچارووزارت لخوا رامنځ ته شوى نوځكه يې په دغه برخه کي ښځينه
پوليسې په دنده وګمارله
ترڅوپدغه برخه کي پرتي ستونزی لمنځه یوړل سي .
چارواکوددغه ګام پورته کول په
دې ولايت كې د ښځينه پوليسوليكې پياوړې کول وښودل .
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوباقي
زوى د دوشنبې په ورځ خبريالانوته وويل د نوموړي مديريت چارې يه ددي ولایت دښځينه پوليسود
مشرې ملالۍ ته ځکه
وسپارلي چي وړلاندي تردي هم دښځینه پولیسوپه برخه کي ښي لاسته راوړني درلودي .
قوماندان وايې مخکي تردي یه
دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي په برخه کي ډيری
ستونزي درلودي چي په راتلونکوکي به یه دبیاتکراریدومخه نیول سوي وي .

پرهمدي
مهال نوي ټاکل سوي مدیره دوهم څارنه ملالۍ وايې هڅه
به وكړي چې ددې مديريت ترچترلاندې د ښځولپاره وړخدمتونه ترسره اوپه دغه برخه کي پرتو ستونزوته دپاي ټکي کښیږدي .
که څه هم پدي ولایت کي
دتیریوه کال په تیریدوسره دري ښځينه پولیسي وژل سوي دي خوبیاهم دلومړي ځل لپاره
یوه ښځینه پولیسه پریوه موهیمه دنده وه ګمارل سول .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر