۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

په هلمندکي کي تر۶۰ سلنه ښوونځیوته ودانۍ جوړي سوي دي خوبسنه نکوي .

راپور-۵-۵-۲۰۱۴
په هلمندکي که څه هم دښونځیولپاره تر۶۰ سلنه ودانۍ جوړي سوي دي خوبسنه نکوي اووبایدپوره هڅي ترسره کړل سي .
دغه څرگندونې چارواكود دوشنبې په ورځ په گرمسيراوناوې ولسواليوكې د دوښوونځيود ودانيود بنسټ د ډبرود ايښودلوپرمهال رسنیوته په ډاګه کړي .
ددوي په خبره په ناوې ولسوالۍ كې د كرنې د ليسې ودانۍ اوپه گرمسيركې د يوه لومړني ښوونځي ودانۍ چې مليونونه افغانۍ لگښت پري راځي جوړیږي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري یادوولسوالیوته تللي اودغه رپوري چمتوکړي .
دهلمنددوالي مرستیال احمدمسعودبختوروايې تردي مهاله پدي ولایت کي تر۶۰ سلنه ښوونځيولپاره په پاخه اواساسي توګه ودانۍ جوړې سوې دي چي دغه ودانۍ بسنه نه كوي اوپه ډیری سیموکي اوس هم زده كوونكي ترشنه آسمان لاندې زده كړې كوي .
نوموړي د دوشنبې په ورځ په ناوې ولسوالۍ كې د زراعت د ليسې د ودانۍ د بنسټ ډبره يې چي د ولسواليود پراختيا د پروگرام په مالي مرسته د څه باندې ۱۵۰ مليونه افغانيوپه لگښت جوړیږي چاري یه پیل کړي .

دبختورپه ویناپه همدې ورځ يې د گرمسيرولسوالۍ په درويشان سيمه كې هم د يوه لومړني ښوونځي د ودانۍ چاري چې د ياد سوي پروگرام لخوا د څه باندې ۱۲ مليونه افغانيوپه لگښت جوړيږي رسمآ يې کارپیل سو.
په ورته وخت کي دهلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفروايي تردې مهاله په گرمسيرولسوالۍ كې د ۳۶ ښوونځيولپاره ودانۍ جوړې سوې اوپاتې شپږو ښوونځيوته به هم اساسي ودانۍ دخپل پلان سره سم جوړې کړي.


که څه هم دتیروشپږومیاشتوپه موده کي ددي ولایت په بیلابیلوسیموکي ورته ودانۍ جوړي سوي دي خولااوس هم ډیری داسي سیمي سته چي زده کونکي یه ترشنه اسمان لاندي په خیموکي  په خوارسختوحلاتوکي زدکړي کوي چي دسیمي اوسیدونکي دولایتي اداري ترڅنګ دپوهني دریاست چارواکي هم پړه بولي چي په دغه برخه کي پوره توجونکوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر