۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د هلمندسنگين ولسوالي د چارواكود نه پاملرنې له امله یوځل بیادپوره نا امنيوشاهده سوه .

راپور-۱۴-۵-۲۰۱۴
د هلمند دسنگين ولسوالي د چارواكود نه پاملرنې له امله یوځل بیادپوره نا امنيوشاهده سوه .
دیادي ولسوالۍ دټولنيزې شورا غړي وايي ورځ تربلې په دې ولسوالۍ كې جنګ جګړي زوراخلي خودولایت چارواکي ورته هیڅ ډول پاملرنه نکوي .
دوي زیاته وي که یه مخه ونه نیول سي  ښايي دغه ولسوالۍ د وسله والوطالبانوتربشپړې ولكې لاندې راسي.
چارواکي هم په یاده ولسوالۍ کي یوشمیرستونزي مني خووايي د نا امنيود مخنيوي لپاره يې یودول امنیتي پلانونه جوړكړي چې په پلي کولوبه يې ستونزي لمنځه یوړل .
نورحال دهلمندولایت څځه زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي .
د سنگين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا لسگونه غړي چې لښكرگاه ښارته راغلي وو خبريالانوته وويل د تير یوه کال راپه ديخوا په ياده ولسوالۍ كې جگړې دوام لري خودولت يې تراوسه هم دلمنځه تلولپاره هیڅ کوم ګام نه پورته کړي چي لمخي یه نا امنيي ورکه اوپراته خنډونه لمنځه یووړل سي .

ددوي په وینالوړپوړي چارواكي هغه كسان په نوموړې ولسوالۍ كې په دنده گماري چې ددوى لپاره د منلووړوي خوپه دغه برخه كې د خلكوخوښې اورايې ته هيڅ ډول پام لرنه نه کیږي چي له امله يې دا مهال سنگين ولسوالي یوځل بیادجنګ میدان وه ګرځیدله .
په ورته وخت کي دهلمند د والي وياند عمرځواك په سنیګن ولسوالۍ کي په دي ورستیوکي څه ناڅه امنیتي ستونزي راپیداکیدل مني خووايي ددي ولسوالۍ دښه امنیت  يې ځانگړي پلانونه جوړكړي دي چې په عملي كولوسره به يې په دې ولسوالۍ كې ډيری  ستونزي لمنځه یوړل سي .

عمرځواک هغه خبري یوازي دوسله والوطالبانوتبلیغات بولي چي ګواکي دسنګین ولسوالۍ دسقوطي دوپه حال کي ده .

په سنګین ولسوالۍ کي یوځل بیادوسله والوطالبانودډیرودواوپه دغه ولسوالۍ کي دتیرودریوورځوراپیدخوادجنګ جګړوددوامداره کیدوله امله اوسیدونکي یه پداسي حال کي اندیښمن کړي دي چي تیرکال هم یاده ولسوالۍ دشپږومیاشتولپاره دخوراسختوحملوشاهده وه چي پرمهال يې دواړولوروته درنه مرګ ژوبله هم واوښتله .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر