۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۰, شنبه

هلمند; نهه وسله والو طالبانوته مرګ ژوبله اوښتي ده .

راپور۲۰۱۴---۵--۱۰
په هلمندکي نهه وسله والو طالبانوته مرګ ژوبله اوښتي ده .
ددي ولایت دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتوامرسمونوال عبدالاحدچوپان وايې تره ورځ دګرشک ولسوالۍ ده دي ادم خان په سیمه کي دتصفوي عملیاتوپرمهال دري وسله وال طالبان وژل سوي دي .
دده په خبره پدغه عملیاتوکي ددووسله والوطالبانوپه ګډون یوپولیس هم ټپي سوي دي اوچوپان وايې په روانوتصفوي عملیاتوکي دماین جوړوني دري فابریکي کشف اوپکښي ۷۰ کړي ماینونه هم لمنځه وړل سوي دي .
دیوه بل خبرلمخي تیره ورځ دلښکرګاه ښاراوړنده دکلاي سنګ پرامنیتي پوسته دوسله والوطالبانوپه بریدکي دوسله والویوقوماندان ملاشهزاده وژل سوي اودري نورووسله وال ټپي سوي هم دي دامنیه قومانداني دمطبوعاتوامروايې پدغه برید کي پولیسوته کوم زیان نه دي اوښتيی .
پرهمدي مهال تره ورځ په ګرمسیرولسوالۍ دبیرتاکي په سیمه کي هم وسله والوطالبانوپریوه امنیتي پوسته بریدکړي دي خوچوپان وايې تراوسه يې دتلفاتوپه اړه کره شمیره له دوي سره په واکي نسته .
خوتراوسه دیادوبرمرګوژوبله په اړه وسله والوطالبانوڅه نه دي ویلي.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر