۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

هلمند: دولسمشردفرمان لمخي دهلمنددمرکزي زندان څځه ۱۷۶ تنه زندانیان خوسي سول .

 
راپور-۱۳-۵-۲۰۱۴
دولسمشردفرمان لمخي دهلمنددمرکزي زندان څځه ۱۷۶ تنه زندانیان خوسي سول .
چارواكي وايي ياد سوي كسان د ولسمشرد وروستي فرمان له مخې چې د مجاهدينود بريا د ۲۲ كاليزې په وياړيې صادركړى وخوشي شوي دي.
دوى همدا رازوايي د ي وشميرنوروبنديانود بند په موده كې هم كموالى راغلى چې دا مهال يې اداري چارې تركارلاندې اووروسته به يې د رسنيوپه واك كې وركړي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه زندانیان چي ددوشنبي په ورځ ناوخته خوشي سوله پرمهال يې دهلمند والي محمد نعيم وويل په يادوسويو۱۷۶خوشي سويوکسانوکي سياسي اوجنايي زندانیان ووچې د ولسمشرد۱۶ ګڼه ځانګړي فرمان لمخي خوشي سوي دي.

د نوموړي په وينا په په خوشي کړل سويوكسانوكې ۱۴ ماشومان اودوې ښځې هم شاملې دي چي په بيلابيلوجرمونونيول سوي وي اود همدې فرمان سره سم يې دبند موده پوره اوخوشي کړل سول .

پرهمدي مهال بیادهلمند د مركزي زندان آمرسمونوال اول خان ساپى وايي ټول خوشي کړل سوي زیندانیان ۱۶۲ تنه دي چي دوي ښځې،۹۹ تنه يې په جنايي جرمونواو۶۳ تنه يې د سياسي جرمونوپه تورنیول سوي دي .

بلخوایوشمیرخوشي کړل سوي زیندانیان وايې له هیڅ ډول ناوړه چلندسره مخ سوي نه دي بلکي ورته په بیلابيلوبرخوكې د زده كړوزمینه هم برا بره سوي وه .


که څه هم دهلمندمرکزي زیندان تیرکال دڅووروځولپاره دیوډول تاوتریخوالوسره مخامخ ووچي پکي دامنیتي سرتیروترڅنګ زندانیان هم ووژل سول
 خواوس مهال یادزندان دیوه ښوونیزمرکزغوندي بڼه غوره کړي چي په بیلابیلوبرخوکي زیندانیانوته حرفوي زدکړي ورکول کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر