۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

هلمند; ورستیوورښتونواوطوفانونوڅه کم ۴۰۰۰جریبه کرل سوکروندوته زیانونه اړولي دي .

راپور۲۰۱۴—۵—۱۹-
په هلمندکي ورستیوورښتونواوطوفانونوڅه کم ۴۰۰۰جریبه کرل سوکروندوته زیانونه اړولي دي .
ددي ولایت دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي وايې کروندي یه په بشپړه توګه لمنځه تللي دي اودامهال دپوره اثتصادي ستونزوسره مخامخ سوي هم خوپدغه برخه کي دي ددولت ورسره پوره مرسته وکړي .
پرهمدي مهال دکرني چارواکي وايې دوي دزیانمنوکورنیوسره دمرستي کولولپاره څه نلري ولي دوزارت سره يې دغه خبره شریکه کړي دي چي تراوسه هم دزیانمنوکورنیوسره هیڅ ډول مرسته نه ده ترسره سوي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري ګرشک ولسوالۍ ته تللي اودغه راپوري چمتوکړي دي .
دګرشک ولسوالۍ داوبازانو دسيمي اوسيدونکي وايي پدي ورستيوکي د سختو اورښتونو او طوفانونو له امله يي کښتونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.  دوى وايي دبينډيو.رومیانو.بانجن اوبادرنګودفصلونو ترڅنګ يې دغنموحاصلات هم پوره زیان من سوي دي چي دمیاشتومیاشتوخواریه په اوبولاهوسوي ده
دغه اوسیدونکي وايې که دولت ورسره مرسته ونکړي نودسختو اقتصادي ستونزو سره به مخامخ سي.

په هلمند کي دپيښو سره دمبارزي امرميرقلم زاهدي وايي هغه کورنۍ چي داورښتونو او سيلابونو له امله زيانمني سوي دي مرستوته پوره اړتيالري خوزیاته وي دګرشک ولسوالۍ داوبازانودسيمي يوسل او اتياکورنۍ  زيانمني سوي دي چي ژر به دخوراک دنړيوال پروګرام له لوري ژمنه سوي مرستي ور کول سي .
بلخوابیاددي ولایت دکرني دریاست سرپرست شکرالله شاکري وايې دري زره پنځه سوه جريبه ډيري حاصل لرونکي کروندې درواني اونۍ په اورښتونواوطوفانونوکي له منځه تللي دي.
هغه وايې دکرهڼي رياست مرستي نه لري خووزارت ته يې پدي اړه پوره معلومات ورکړي ترڅودیادوزیانمنوکورنیوسره مرسته وکړي .


په روان کال کي دطبعي پيښواواورښتونو له امله دهيواد په بيلابيلو سيمو کي ملکي کسانوته درانه تلفات او مالي زيانونه اوښتي دي چي دبدخشان دغره دښوه یدوپيښه په فارياب او سمنګان ولايتونو کي دسيلابونوراوتل یې دبيلګي په توګه یادولای سو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر