۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

هلمند: د۲۱۵ میوندقول اردودهوايې ځواک کله همکاري اوددرنووسله په واکي ددرلودلوسره اوس کولای سي ددي ولایت امنیتي ستونزي لمنځه یوسي .

راپور-۱۸-۵-۲۰۱۴
په هلمندکي دملي اوردوځواکونه ددرنووسلوترڅنګ دهوايې ځواک کلکه همکاري لري چي دوسله والومخالفينود هرډول بريدونود مخنيوي لپاره پوره چمتووالي هم لري .
د ۲۱۵ ميوند قول اردوچارواکي وايي دا مهال پوره درنې وسلې،تجهيزات اود هوايي ځواك مرسته له ځان سره لري چي پدي ولایت کي دوسله والومخالفينوبریدونوته جواب ورکړي .
دغه چارواکي که څه هم دپوره امادګي خبرورکوي خواوس مهال ددي ولایت په شمالي ولسوالیوکي ددولت اووسله والوطالبانوترمنځ جنګ جګړي زیاتي سوي دي چي چارواکي هم ددوهم پړاوټاکنودامنیت دښه ساتلولپاره دپوره چمتوالي خبرورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي د ۲۱۵  میوندقول اردوقوماندان تورنجنرال ارکانحرب سیدملوک وايې اوس مهال دملي اوردودځانګړوځواکونودوه کنډکونه چي شمیريې دوه زره تنوته رسیږي ورسره جوخت ټول هغه پوځي وسايل لكه پرمخ تللې وسلې،ټانكونه اونورتجهيزات هم په واك كې لري چې وبه كولى سي ددي ولایت په هره سیمه کي د وسله والوطالبانوهرډول بريدونه اوپلانونه شنډاوله ماتي سره یې مخامخ کړي .
نوموړي وايې دسرتيروپه وړتياوكې يې هم د پام وړلوړوالى راغلى اودا مهال هیڅ ډول ننگونه دخپلوسرتیروپروړاندي نه ویني .
پرهمدي مهال دیادي قول اوردودځانګړوځواکونوداوم خنجرکوماندان ډګرمن زبیح الله مهمندوايې وړاندي تردي یه دسرتيرود ليږد په برخه كې ستونزې درلودې خواوس مهال چورلكې په واك كې وركول سوي دي اوددې ترڅنگ د هوايي ځواك  پوره مرسته هم له ځانه سره لري چې په هرډول حالاتوكې له خپلوخلكواودسیمي له امینتي ځوکونوڅخه کلکه دفاع وكړي.


دهلمندد۲۱۵ مینوندقول ارودوچارواکي په داسي حال کي ددي ولایت دلاښه امنیت دراویستلوپوره ډاډورکوي چي ددي ولایت دوي ولسوالۍ باغران اودیشوپه بشپړه توګه دتیرودولسوکلونوپه تودوام دوسله والوطالبانوپه ولکه کي دي اوددي ولایت دشمالي ولسوالیوڅخه اوس مهال هم دپوره ناامنیواوجنګ جګړوراپورونه  ورکول کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر