۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

په هلمند كې هم دبدخشان د پيښې له ځپل سويوكورنيوسره د مرستې د راټولولولړۍ پيل سوه.

راپور-۴-۵-۲۰۱۴
په هلمند كې هم دنوروولایتونوپشان د بدخشان د پيښې له ځپل سويوكورنيوسره د مرستې د راټولولولړۍ پيل سوه.
چارواكي وايي ددغومرستودروښانه ترسره كيدولپاره يې درى كمسيونونه هم جوړكړي چې دا مهال يې كارپيل كړى اوپه نږدې ورځوكې به راټولې سوې نغدي مرستې بدخشان ولايت ته ورسوي.
پرهمدي مهال ددې ولايت اوسيدونكي هم دبدخشان په پيښه ژوره خواشيني ښيي اود هررازمرستې د چمتوالي ډاډ وركوي.
نورحال دهلمندولایت زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي .
دهلمندوالي محمد خبريالانوته وويل دبدخشان د غمجنې پيښې له قربانيانوسره د مرستې دراټولولوپه موخه یه درى كمسيونونه جوړكړي چې په لومړى ورځ دولتي مسؤلينواوملي سوداگروشاوخوا ۳۵ زره امريكايي ډالره نغدي مرسته  راټوله كړې ده .
هغه وايي ددې ترڅنگ ددې ولايت ټولودولتي مامورينوهم د يوې يوې مياشتې تنخوا د يادې سوې پيښې له زيانموکورنیوسره د مرستې په موخه ورکړه .

دنوموړي په وینادم ګړي پدي ولايت كې د نغدي مرستود راټولولړۍ پيل دوام لري چې په نږدې ورځوكې به په روښانه ډول نيغ په نيغه زيانمنوكورنيوته ورسول سي .
پرهمدي مهال ددې ولايت اوسيدونكي په ياده سوي پيښه سخت غمجن دي اووايي چمتودي چې له یادوكورنيوسره ترخپله وسه هرډول مرستې ترسره كړي.


داپداسي حال کي چي پدي ولایت کي به تردریوورځوپوري ددریوجلاجلاکمیسونونوله لوري دبدخشان دغمیزي دکورنیودقربانیانوسره  دمرستودراټولولړۍ دوام ولري . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر