خبر-۷-۵-۲۰۱۴
په هلمند كې په دوه جلا جلاپيښوكې ۹ تنه وسله وال مخالفین وژل سوي دي.
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتوآمرسمونوال
عبدالاحد چوپان وايي د سه شنبې په ورځ ناوخته دوو وسله والوطالبانوغوښتل د نهرسراج
په الكوزوشاخ سيمه كې ماين ځاى پرځاى كړي چې همدا ماين پرې چاوديدلى اودواړه يې ځاي پرځاي وژلي دي .
چوپان وايې پرهمدي مهال
د سنگين ولسوالۍ په گمبتوسيمه كې وسله والوطالبانود پوليسوپرامنيتي پوستې وسله وال
بريد كړى چې د پوليسوپه ځوابي بريد كې ۷ وسله وال طالبان وژل سوي اويوپوليس ټپي سوى هم دى.
د نوموړي په وينا له نښتې وروسته نورووسله والوله سیمي پښي سپکي کړي دي اود جگړې په سيمه كې پنځه كړى فرسي ماينونه اويوشميروسلې هم دپوليسولاس ته ورغلي دي .
خوتراوسه
هم وسله والوطالبانوتردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر