۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

هلمند: پراخ اداري فساد د پرمختيايي پروژود ټيټ كيفيت لوي لامل سوى دى.

راپور-۹-۵-۲۰۱۴
په هلمند كې پراخ اداري فساد د پرمختيايي پروژود ټيټ كيفيت لوي لامل سوى دى.
چارواكي وايي پرمختيايي پروژې د آزادوسياليوله لارې خصوصي شركتونوته وركول كيږي خود څارنې په برخه كې هغه ډلې چې دولایت داداري لخوا گمارل كيږي درغلي كوي چې له امله يې دترسره سوو پروژوکیفیت ډيرټیټ وي .
دوى همدا رازوايي هڅه كوي چې په دې برخه كې كوټلي گامونه پورته كړي ترڅوددغه ډډول کړنومخه ونیول سي اوپه لوړكيفيت پروژې پلې سي.
نورحال دهلمندولایت څځه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختوروايي هغه كسان چې د پروژود څارنې په برخه كې د بيلابيلودولتي ادارواوموسساتولخوا گمارل كيږي په پراخ اداري فساد اودرغليوكې ښكيل دي چې د پيسوپه بدل كې د بشپړوشويوپروژود لوړكيفيت تائيد كوي چي دتسلیمي پرمهال دخلکولخوادنه منلواوپډغه برخه کي دډیری ستونزوسره سره یاده پروژه په لنډه موده کي بیاهم ترمیم ته پوره اړتیاولري .

نوموړي وايې هڅه كوچې په ددغه برخه كې كره سندونه اوشواهد پيدا اودرغلى كوونكي د قانون منگولوته وسپارو.
په ورته وخت کي ددې ولايت د گرمسيرولسوال ايوب عمرعمري هم مني چې په پرمختيايي پروژوكې د څارونكولخوا پراخي درغلۍ ترسره كيږي چې له همدې امله اوس مهال په نوموړې ولسوالۍ كې د ځينوپروژوچارې د قومي مشرانواود ټولنيزې شورا د غړولخوا په ټپه درول سوي هم دي.

عمري وايې درغلي د څارونكوډلولخوا ترسره كيږي خوتوربيا په سيمه ايزومسؤلينواوقومي مشرانو لگول كيږي هغه غوښتنه کوي چي لوړپوړي چارواكي بايد په دې برخه كې جدي هڅې ترسره اودپدغه برخه کي دفساداودرغليومخه ونیول سي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر