۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۰, شنبه

که دملي اوسیمه ییزوپولیسوترمنځ کلکه همږغي رانسي دسیمه ییزو پولیسولیکي به لاه ماتي سره مخ سي .

راپور-۱۰-۵-۲۰۱۴
که دملي اوسیمه ییزوپولیسوترمنځ کلکه همږغي رانسي دسیمه ییزو پولیسولیکي به لاه ماتي سره مخ سي .
دغه څرګندوني دشنبې په ورځ د هلمند امنيه قوماندان په هغه غونډه كې وكړې چې پكې د كورنيوچارووزارت اړوند د سيمه ايزوپوليسوعمومي قوماندان هم گډون درلود.
دوى همدا رازوايي په دې ولايت كې سيمه ايزوپوليسود امنيت په برخه كې د پام وړهڅې كړې دي خود نوروامنيتي ځواكونوپه پرتله ورته پوره توجونه کیږي اوله پامه غورځول سوي دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوم باقي زوى وايې په دې ولايت كې دامنيتي ځواكونوترمنځ ښه همغږي شتون لري خود سيمه ايزوپوليسوتشكيلات كم دي داعاشي په برخه کي هم ستونزي لري اوهمدارزدرني وسلي اوټاکنونه هم نلري چي له همدي امله ډيرى وخت سيمه ايزپوليس خپل ژوند له لاسه وركوي .
دی زیاته وي که دملي اوسیمه ییزوپولیسوترمنځ کلکه همږغي رامنځته نسي دمحلي پولیسولیکي به له ماتي سره مخامخ سي .
نوموړي ددسیمه ییزوپولیسوله عمومي مشرڅخه غوښتنه وکړه چي پدي ولایت کي دي دسیمه ییزوپولیسوپرتوسنونزوته دحل کولوپه موخه ورسره پوره مرسته وکړي .
پرهمدي مهال دكورنيوچارووزارت د سيمه ايزوپوليسوعمومي قوماندان پاسوال عليشا احمدزي وايې دې ولايت ته يې د سفرموخه دملي اومحلي پولیسوترمنځ دښي همږغي ارزونه ده خوزیاته وي كه اولسونه دسيمه ايزوپوليسوسره مرسته ونکړي دا پروسه به له ناكامۍ سره مخ سي .

نوموړي داهم ومنله چي سیمه ییزه پولیس داعاشي اودتیلودکموالي په برخه کي ډیری ستونزي لري خوزیاته وي دامریکايې چارواکوسره يې دغه ستونزه شریکه کړي هم ده اوهیله لري چي پراته خنډونه به لمنځه یوړل سي .

د يادونې وړده چې سيمه ايزپوليس په دې ولايت كې څلوركاله وړاندې رامنځ ته سوي اودامهال په سنګین موسي کلا. کجکي .ګرشک . ګرمسیر.ناوي نادعلي اومارجي ولسوالیوکي یه شمیر ۲۷۰۰  تنوته رسيږي اوپاته شپږولسوالۍ لااوس هم سیمه ییزه پولیس نلري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر