۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

هلمند:دمركزي زندان لپاره د حرفوي زده كړوودانۍ گټې اخيستنې ته وسپارل سوه.

راپور-۳۰-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې د مركزي زندان لپاره د حرفوي زده كړوودانۍ گټې اخيستنې ته وسپارل سوه.
دکورنیوچارودوزارت دزندانونودعمومي رياست چارواكي وايي ياده ودانې چي ټولي اسنتیاوي یه پام کي نیول سوي دي دتيرودوه كلونوپه موده كې یه چاري بشپړي سوي .
پرهمدي مهال نوموړي زندان مسولین وايې وړاندي تردي زیندانیانوپدغه برخه کي ډيری ستونزي درلودي چي اوس مهال به دحرفوي زدکړوپه برخه کي دزندانیانوپراته ټول خنډونه لمنځه یوړل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دچهارشنبي په ورځ دیادي ودانۍ دگټې اخيستنې پرمهال دكورنيوچارووزارت د زندانونود عمومي رياست د  امنيتي چارومرستيال پاسوال محمد عارف وويل د دوى د ادارې په ځانگړې غوښتنه دحرفوي زدکړومرکزدتيرودوه كلونوپه موده كې جوړاوګټي اخستني ته وسپارل سو.
دنوموړي په وینا په دې ودانۍ كې د زندانيانولپاره د كالي گنډلو،گلدوزۍ،كمپيوټر،سواد زده كړې،خطاطۍ،ديني علومو،نجارۍ،تخنيكي اونوروبرخوكې د زده كړوپوره امكانات برابره سوي دي.

پرهمدي مهال دهلمند د مركزي زندان مديرسمونوال اول خان ساپى وايي ياده سوې ودانۍ د دوه نيم مليونه امريكايي ډالروپه لگښت د انگلستان په مالي مرسته په دريوبلاكونوكې چې هربلاك ۱۷ خونې لري جوړه سوې ده.

دنوموړي په وینا وړاندې تردي زندانيانوپه يادوسويوبرخوكې زده كړې كولي چي دځاي دنه درلودلوله امله يې ستونزه خورازیاتي وي چي دیادي ودانۍ په جوړه ولوسره به يې پراته خنډونه لمنځه یوړل سي .
هڅه مووكړه چې په دې اړه د زندانيانونظرهم ولروخوله هڅوسره سره ونه توانیدو.

د يادونې وړده چې دا مهال د هلمند په مركزي زندان كې ۱۳۶۰ تنه زندانيان د بند شپې تيروي چې له جملي څخه یې ۱۸ ښځې او۱۸ يې هم ماشومان دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر