۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

هلمند; د ملي اردوځواکونو۲تروریستان او۴ تنه قاچاق وړونكي نيولي دي.

 
راپور--۸۵---۲۰۱۴
په هلمند كې د ملي اردوځواکونو۲تروریستان او۴ تنه قاچاق وړونكي نيولي دي

چارواکي وايي ياد سوي كسان د چهارشنبې په ورځ په گرشك ولسوالۍ كې
 له سلگونوكيلوگرامه تارياكو،وسلویوه موټرسیکل اویوه موټرسره لاس په لاس ونيول سول .

پرهمدي مهال دنوموړي ولسوالۍ اوسیدونکي که څه هم دغلواولاره نیونکوڅخه ترپوزي رسیدلي دي خوبیاهم د ملي اردودغه هڅوستاينه كوي.
له هلمندڅځه زموږهمکارسردارمحمدسروري پدي اړه بشپړحال راکوي.
په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردواړوند د دريمې لوا د شپږم كنډك قوماندان ډگروال محمد اسلم وايي

 د چهارشنبې په ورځ يې د گرشك ولسوالۍ په مهاجربازارسيمه كې دوه تنه وسله وال غله اوتروریستان هغه مهال د خلكوپه همكارى نيولي دي 

چې په سیمه کي یه له خلکوڅخه په زوره پیسي غوښتي اوډیری وختونه به يې دلوي لارو دمسافروڅخه هم غلاګاني کولي .
د نوموړي په وينانیول سوكسانود ملي اردوددووسرتيروپه تروركې هم لاس درلود چې له وسلواويوه عراده موټرسره لاس په لاس نیول سوي دي .

هغه وايي په همدې ورځ يې د كندهارهرات په لويه لارد سنگين دوه لارې ته څيرمه ۳۱۰ كيلوگرامه وچ تارياك چې ددې ولايت سرحدي سيموته ليږدول كيدل له څلورتنوقاچاق وړونكو،يوه عراده موټراووسلوسره هم نیول سوي دي .
پرهمدي مهال دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي په سیمه کي دغلواوانسان وژونکوله ډیري دوڅخه سخته اندیښنه لري اوزیاته وي که يه مخه ونه نیول سي ډیری کسان به خپل ژونددلاسه ورکړي .

دوي همدارازپه خپلوامنیتي ځواکونوهم ویاړکوي چي پرخپل وخت يې انسان وژونکي نیولي خووايې نیول سوکسانوته دي دولت ترټولوسخته سزاورکړي .

امنیتي ځواکونه وايې کچیري ددغه ډول پیښودمخنیوي په موخه دخلکوهمکاري لانوره هم زیاته سي ډیرژربه دغلااوترورمخه پدي ولایت کي ونیول سي.

داپداسي حال کي چي دوه ورځي وړاندي هم په لښکرګاه ښارکي دسیمي داوسیدنکوپه مرسته ملي پولیسودوسله والوغلوله منګلوڅخه یوکس وژغوري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر