۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

هلمند;په دوه جلا جلانښتوكې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل سول .

خبر-۱۲-۵-۲۰۱۴
په هلمند كې په دوه جلا جلانښتوكې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل سول .
ددي ولایت د ۲۱۵ ميوند قول اردود عامه اړيكومسؤل ډگروال محمد رسول ځاځى وايي د يكشنبې په ورځ له غرمې وروسته د ناوې اړوند په بولان سيمه كې د ملي اردود سرتيرواووسله والوطالبانوترمنځ نښته رامنځ ته سوې ده چې په پايله كې يې څلوروسله وال طالبان وژل سوي دي.
د نوموړي په وينا چې په همدې مهال په گرشك ولسوالۍ كې هم ورته نښته رامنځ ته سوې چې په ترڅ كې يې درى وسله وال طالبان وژل سوي دي.
هغه وايي چې په دې نښتوكې د ملي اردوسرتيروته كوم زيان نه دى اوښتى.

كه څه هم وسله والوطالبانوددې نښتوپه اړه څه نه دي ويلي خوددي ډلي ویاندقاري یوسف احمدي په نادعلي اوګرشك ولسواليوكې د څلوركورنيواودريوبهرنيوسرتيرود وژل کیدوادعا كوي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر