راپور-۲۹-۵-۲۰۱۴
په هلمند كې اوس هم له امنيتي اړخه یوډول گواښونه اوننګوني موجودي دي.
ددي ولایت د۲۱۵ میوندقول اردومسؤلين
وايي كه څه په دې ولايت كې دغه
ننگونې شتون لري خودويه هم په مخنيوي كې پاتې نه دي
راغلي اود نوروولايتونوپه پرتله يې دلته دوسله والوهرډول پلانونه مات کړي اوهغویوته يې درنه ماته هم ورکړي ده
.
پرهمدي مهال بیاددي ولایت
دملي امنیت چارواکي وايې وسله وال طالبان دسیمي داستخباراتي کړيوپه
لارښوونه له نويوجنگي تاكتيكونوكاراخلي اودخلکوادولت ترمنځ فاصیله جوړه وي.
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردوقوماندان تورن جنرال
اركانحرب سيد ملوك وايي که
څه هم پدي ولایت کي امنیتي ننګوني دنوروولایتونوپه پرتله لوړي دي خوبیاهم
دهیواددنوروقول اردوګانودځواکونوپه څیرددوي دقول اردودسرتیرونه غيرحاضري
اوخپلودندوته کلکه ژمنتيا
ددې لامل سوې
چي دوسله والوطالبانوګواښونه
يې له ماتې سره مخ كړي دي.
دنوموړي په ویناددوي په
روزنیزمرکزکي دکورنیوښوونکولخواسرتیروته پوره مسلکي روزنه . دملي یوالي انګیزي ددي
باعث سوچي په هرډول حالاتوکي بیاهم خپلودندوته ژمن
پاتې سوي
دي.

که څه هم نوموړي په واروارپه
افغاني چاروکي دسیمي داستخباراتي کړیولاس وهنه یاده کړي خوبیاهم تراوسه پدغه برخه
کي کوم مثبت ګام نه دي پورته سوي .
که څه هم ددوهم پړاوټاکنوته
یوازي ۱۶ ورځي نوري پاته دي خوددي ولایت امنیتي چارواکي لاله
وړاندې پدغه برخه کي
دپوره چمتوالي خبرورکوي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر