۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

ایساف : په هلمندکي دافغاني ځواکونوسره په هرډول حلاتوکي پوره مرسته کوي .

راپور-۱۲-۵-۲۰۱۴
ایساف به په هلمندکي دافغاني ځواکونوسره په هرډول حلاتوکي پوره مرسته کوي .
دا څرگندونې په افغانستان كې د ايساف په چوكاټ كې د ځانگړوځواكونوعمومي مرستيال په هلمند كې له خبريالانوسره د يوې مركې پرمهال په ډاګه کړي .
هغه وايي كه افغان ځواكونه له دوى څخه په پوځي عملياتوكې د مرستې غوښتنه وكړي دوى چمتودي پرهم هغه مهال يې مرستي ته ورودانګي .
په پوځي برخه کي دمرستودغه ژمني پداسي کي حال كې ترسره کیږي چي اوس مهال ددې ولايت له ټولوسيموكې څخه بهرني ځواكونه وتلي دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په افغانستان كې د ايساف په چوكاټ كې د ځانگړوځواكونوعمومي مرستيال بريد جنرال ريگا وايي اوس مهال ددوى ځواكونه د هلمند له ډيرى سيموڅخه وتلي خودافغان ځانگړوځواكونوترڅنگ له ملي امنيت اوپوليسوسره د روزنې په برخه كې خپلومرستوته دوام وركوي.
هغه وايي دم ګړی دپوځي عملياتوټول پلانونه د افغاني ځواكونولخوا جوړیږي کچیري په یاده برخه کي د همکارۍ غوښتنه وكړي دوى چمتودي چې په بشپړډول يې مرستي ته وروه دانګي .

خونوموړي زیاته وي اوس مهال په هلمند كې د دوى اوافغان ځواكونوپر وړاندې لويه ننگونه د امنيت ټينگول دي ترڅووسله وال مخالفين يوځل بيا په كليوالوسيموكې ځالې جوړې نه كړي اودوى به هڅه وکړي چې ددې ننگونې په وړاندې ودريږي اوخلكوته د هوسا ژوند زمينه برابره كړي.

که څه هم دغه چارواکي پدي ولایت کي دګرمي دموسم سره سم دوسله والوطالبانودبریدونودډیریدوڅخه اندیښه نه لري خوافغاني ځواكونوته ډاډ وركوي ترکومه وخته چي په افغانستان كې وي په هره برخه كې د مرستولپاره چمتودي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر