۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

هلمند: له سنگين ولسوالۍ څخه امريكايي سمندري ځواكوپه بشپړه توګه ووتله.

\
راپور-۷-۵-۲۰۱۴
د هلمند له سنگين ولسوالۍ څخه د امريكايي سمندري ځواكوپه بشپړه توګه ووتله .
ددي ولایت چارواکي وايې دبهرنيوځواكونودغي ورستي ډلې يوازې په سنگين ولسوالۍ كې په فزيكي ډول شتون درلود اوپوځي دندې په خپلواكه توگه د افغان ځواكونولخوا پرمخ وړل کیدلي
دوي زیاته وي له کومه وخته چي بهرني ځواکونه له هلمنده وتلي امنیتي ساحه پراخه سوي اوپدغه برخه کي ستونزي هم لمنځه تللي دي .
نوربشپړحال له هلمندولایت څخه زمووږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردومطبوعاتي دفتررسنیوته په لیږل سوي خبرپاڼه کي ویلي دايساف په چوكاټ كې د امريكايي سمندري ځواكونووروستۍ ۵۰ كسيزه ډله دوه ورځي مخکي  له سنگين ولسوالۍ وتلي اودشوراب په پوځي اډه کي ځاي پرځاي سوي ده اودا مهال په نوموړې سيمه كې امنيتي چارې دافغان ځواکونوله لوري پرمخ وړل کیږي .
سرچینه زیاته وي امریکايي سمندري ځواکونوپه سنګین ولسوالۍ کي فزیکي شتون درلوداوټول پوځي ماموریتونه دافغان امنیتي ځواکونولخواپرمخ وړل کیدله .
بل خوا د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوم باقي زوى وايي دبهرنیوځواکونووتل له سنګین ولسوالۍ څخه پرامنيتي حالت هیڅ ډول منفي اغيزه نسي درلودلي ولي اوس مهال دسیمي اوسیدونکي له دولت سره په هره برخه کي پوره مرسته کوي .

دنوموړي په وینااوس مهال پولیس هرډول امکانات په واکي لري او كولى سي په هغه سيموكې چې وسله وال وطالبان شتون ولري پرهم هغه مهال به يې پروړاندي چاڼیزعملیات وکړي ترڅودخلکولپاره دښه ژوندکولوزمینه برابره سي .

سنگين دهلمند په شمال كې هغه ولسوالي ده چې تيركال د اوږدې مودې لپاره د وسله والوطالبانواوكورنيوځواكونوترمنځ د درنوجگړوشاهده وه اوددي ولسوالۍ ناامني کولای سي دشمالي هلمندیوشمیروالسوالۍ له جدي امنیتي ګواښونوسره مخامخ کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر