۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

په هلمند كې وسله وال مخالفين د دوهم پړاوټاكنود گډوډولولپاره پوره هڅې راپیل کړي دي .

راپور-۲۰-۵-۲۰۱۴
په هلمند كې وسله وال مخالفين د دوهم پړاوټاكنود گډوډولولپاره پوره هڅې راپیل کړي دي .
دا څرگندونې دهلمند والي اوامنيتي مسؤلينود سه شنبې په ورځ په گډه خبري ناسته كې په ډاگه كړې خوزیاته وي ددوهم پړاو ټاكنود خونديتوب لپاره يې بشپړپلانونه هم جوړكړي دي.
چارواکي وايې وسله والوطالبانودورستیوراپیل سوي عملياتو ډيره برخه په هلمند كې پرمخ وړل کیږي .
په اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي محمدنعیم  په دغه خبري ناسته كې وويل وسله والوطالبانودخپل نوي پیل سوي عملیاتوډيره برخه هلمندته ځانګړي کړي ده چي دیواونۍ په اوږدوکي یه په بيلابيلوسيموكې د لويوبريدونوهڅې له ماتې سره مخامخ سوي اودرنه مرګ ژوبله هم ورته اوښتي ده .
هغه وايې دوي دتاکنوددوهم پړاوخوندي ترسره كيدوته په دې ولايت كې ځانگړي امنيتي پلانونه جوړكړي چې په عملي كيدوسره به يې د تيرپه څيرپه ډاډ منه توگه ټاكنې ترسره کړل سي .
پرهمدي مهال دهلمند د ملي امنيت رئيس تورن جنرال محمد نعيم مؤمن وويل چې د تيروټاكنووروسته يې د وسله والومخالفينو۱۷ پلانونه چې د راروانوټاكنود گډوډولوپه موخه يې جوړكړي وو شنډ كړي اوددې ترڅنگ يې د يوه ځانمرګي بريد هڅه هم له ماتې سره مخ كړې ده.

هغه هم مني چي په دي ولایت کي ددوهم پړاوټاکنودګډوډولولپاره وسله والوطالبانوپوره هڅي راپیل کړي دي .
په ورته وخت کي امنيتي مسؤلينووايي اوس مهال وسله وال طالبان یوازې تبليغاتي جگړې ته زوروركړى چي خلكوته یوډول تشویشونه رامنځته کړي ترڅوپه ټاکنوکي برخه وانه خلي .
دغه مسولین دولسمشرۍ ددوهم پړاودټاکنودلاښه امنیت دراویستلوپوره ډاډورکوي .

امنیتي مسولینودهلمندي اوسیدونکوڅخه غوښتنه وکړه چي  بيله كومې امنيتي انديښنې ددوهم پړاوپه ټاکنوکي هم په پراخه توګه برخه واخلي .

داپداسي حال کي ده چي دټاكنودخپلواك كمسيون ځاي چارواکوهم ددوهم پړاودټاكنولپاره د پوره چمتووالي خبرورکړ.

۱ نظر:


  1. سلام دوست عزیزم

    امیدوارم حالتون خوب باشه

    دوست عزیزم سایت موبایل اسکای می خواهد برای حمایت از دوستان افغان خدمات سایت خود را به رایگان برای افغان ها ارائه دهد

    لطفا ما را بایه لینک در وبلاگ خود حمایت فرمایید

    در صورت تمایل لطفا لینک ما را بصورت زیر در وبلاگتان قرار دهید

    عنوان لینک :
    دانلود نرم افزار موبایل

    آدرس لینک :
    http://mobilesky.ir/category/نرم-افزار-موبایل/

    با تشکر از حمایت شما

    پاسخحذف