۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

هلمند:څه باندي دري ملیونه افغانۍ دبدخشان دپیښي دقربانیانوسره مرسته راټوله سوي ده.

 
راپور-۱۱-۵-۲۰۱۴
څه باندي دري ملیونه افغانۍ دبدخشان دپیښي دقربانیانوسره مرسته راټوله سوي ده.
دهلمندولایت چارواکي وايې داافغانۍ ددريوكمسيونونولخوا د يوې اونۍ په موده کي راټولي سوي چېددولتي چارواكوترڅنګ په پراخه کچه عاموخلكوهم پكې ونډه اخيستې ده.
دوى همدا رازوايي راټولې سوې پيسې د يوه درى كسيزپلاوي په مټ به د يكشنبې په ورځ بدخشان ولايت ته وليږدول سوې.
په اړه له هلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري نورحال راکوي .
د هلمند والي محمد نعيم وايي یادسووكمسيونونوپه دريوبرخولكه د لوړوزده كړود موسساتو،شورا گانوله دولتي ارگانونواوعاموخلکوڅخه يې د يوې اونۍ په اوږدوكې پيسې راټولې كړې چې څه باندې درى عشاريه دوه مليونوافغانيوته رسيږي.
هغه وايې پدغه پروسه کي عاموخلكوهم پخپله خوښه پراخه ونډه اخيستې اود بدخشان د ارگوولسوالۍ د غمجنې پيښې له قربانيانوسره يې د مرستې په موخه ترخپله وسه پورې پيسې وركړې دي.

نوموړي وايې یاده مرسته به دیکشنبي په ورځ دیوه دري کسیزه پلاوي په مټ بدخشان ولایت ته ولیږدول سي .
هغه په هلمندکي له ټولومرسته کوونکوددغه میلي یوالي دګام پورته کولوهرکلي وکړاوټول افغانان يې دیوبل سره دمرستي کولواوپه خپلوکي دهرډول تبعیض دلري کولوغوښتنه هم وکړه .
پرهمدي مهال په دي ولایت کي دجوړوسوودریوکمیسونونوټاکل سوي مشرحبيب الله سلطاني وايي د شتمنوخلكوترڅنگ موچيانوبیوزلواوان سوالگروهم په دې مرسته كې پوره ونډه اخيستې اوهرچا ترخپله توانه ددې پيښې د ځپل سويوكورنيولاس نيوى كړى دى.

د بدخشان ولایت دارګوپه ولسوالۍ کي دغه لوي ناورین لس ورځي مخکي هغه مهال رامنځته سوکله چي دمځکي دښوه یدني له امله زرګونه بدخشاني نر.ښځي .ماشومان . ترخاورولاندي سوله چي دنړیوالوترڅنګ افغان دولت اوعاموخلکوهم په افغاني مینه دمرستي لاس وراوږدکړچي دغه کارپه کوردننه دملي یوالي یوسترګام هم وبلل سو.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر