۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

هلمند: دوسله والوغلواولاره شكوونكودیوي ډلي مشرد پوليسولخوا ونيول سو.

راپور-۶-۵-۲۰۱۴
په هلمند كې دوسله والوغلواولاره شكوونكودیوي ډلي مشرد پوليسولخوا ونيول سو.
چارواکوهمدارازوسله والوغلوته کلک خبردارى وركړكه د پوليسولخوا ونيول سي نوله سخت قانوني چلند سره به مخامخ هم سي.
ددوي په خبره د لښكرگاه ښارپه مربوطاتوكې د دوو موټرسيكل بمونود دنیول کیدوخبرهم وركړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوم باقي زوى د سه شنبې په ورځ خبريالانوته وويل د دوشنبې په شپه يې په لښكرګاه ښاركې د وسله والوغلود ډلې مشردیوه کورولاموټر. یومیل تماچي اویوه یوه ملګري سره چې غوښته دیوه ملکي کس موټرسیکل غلااوله سیمي څخه پښي سپکي کړي خودپولیسوله پلي ګزمي سره مخامخ اونیول سو.
نوموړي له عدلي ارګانونو څخه هم غوښتنه وکړه ترڅویادوکسانوته سخته سزاورکړي چي بیاپه دغه ډول غیري قانوني کړنولاس پوري نکړي .

هغه وايې دیته ورته دغلونورې ډلې هم سته چي دكشفي ارګانونوترڅارلاندې دي چي پخپل واربه هره ډله نیسي اودقانون منگولوته به يې سپاري .
دباقي زوي په خبره په همدې ورځ يې د لښكرگاه ښارپه اړونده سيموكې دوه موټرسيكل بمونه چې په عامه ځایونوکي دچاودنوپه موخه ځاي پرځاي سوي  وو هم د دوى د كشفي ارگانونولخوا كشف اولمنځه وړل سوي دي .

که څه هم دا په لښكرگاه ښاركې له ډيرې مودې وروسته لومړى ځل دى چې دوسله والو غلویوه ډله دامنيتي ځواكونولخوا نيول كيږي خوددي ولایت اوسیدونکي پدغه برخه کي دپولیسودپوره هڅوغوښتنه کوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر