۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

هلمند : په گرشك ولسوالۍ كې دیوي وسله والي نښتې پرمهال ۱۰ وسله وال طالبان ووژل سول .

راپور-۱۴-۵-۲۰۱۴
د هلمند په گرشك ولسوالۍ كې دیوي وسله والي نښتې پرمهال ۱۰  وسله وال طالبان ووژل سول .
دیادي ولسوالۍ چارواکي وايې د چهارشنبې په شپه وسله وال طالبان له سنگين ولسوالۍ څخه راغلي اوغوښتل يې ددي ولسوالۍ د پوليسوپر امنيتي پوستوبريدونه وكړي.
دوي زیاته وي وسله وال طالبان دپولیسودسخت غبرګون سره مخ سوله چي په سیمه کي جګړه ونښته چي شپږساعته يې دوام هم وکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د گرشك ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيارحكمت الله حقمل وايي وسله والوطالبانوتیره شپه ددې ولسوالۍ د زمبولي په سيمه كې د پوليسوپرمنيتي پوستووسله وال بريدونه کړي چي دپولیسوپه جوابي بریدکي نښته رامنځته سوله چي شپږساعته دوام وكړ.
هغه وايې ددريوقوماندانوپه گډون لس تنه وسله وال طالبان ووژل سول چي مړي یه دپولیسولاسته ورغلي دي .
نوموړي وايې دوسله والوطالبانوله لوري تش په نوم عملیات پیل سوي خودوي یه دشنډولولپاره پوره امنیتي تدابیرنیولي دي .
بلخواپه نوموړې ولسوالۍ كې  ۲۱۵میوندقول اوردود دريمې پلې لوا چارواکي  وايي په همدې ورځ يې دوه تنه انسان تښتونکوهم په داسې حال كې نيولي چې یویولس کلن ماشوم يې دکندهارولایت څخه ګرشک ولسوالۍ ته راتښتولي ووچي ددوي له منګلوڅخه خلاص اوخپلې كورنۍ ته يې سپارلى دى.
داپداسي حال کي ده چي یوه اونۍ وړاندي هم دیادي لیوادسرتیروله لوري دوه تنه انسان تښتوونکي ددي ولسوالۍ دمهارجربازارپه سیمه کي نیول سوي وه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر