۱۳۹۳ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

هلمند د ناوې ولسوالۍ مسؤلين وايي مركزي دولت دې ولسوالۍ ته پوره پاملرنه نه ده كړې.


راپور-۲۴-۴-۲۰۱۴
د هلمند د ناوې ولسوالۍ مسؤلين وايي مركزي دولت دې ولسوالۍ ته پوره پاملرنه نه ده كړې.
د چارواكوپه خبره په داسې حال كې چې څوكاله وړاندې ولسمشرپخپله دې ولسوالۍ ته د سفرپرمهال دسړک اوپریښنادورکړي ژمنې هم وكړې خوهغه ژمنې تراوسه لاهم نه دي عملي سوي .
دوى له دولت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې خپلوژکړوژمنوته دي دعمل جامه وروغوندي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د ناوې ولسوال عبدالمناف وايي څوكاله وړاندې ولسمشردې ولسوالۍ ته دخپل سفرپرمهال ژمنه وكړه چې نه يوازې به د نوموړې ولسوالۍ لويه لاره په پاخه اواساسي توګه جوړوي بلكې ورته دبریښناپه برخه کي پرتي ستونزي به يې هم لمنځه یوسي خوتردې مهاله يوازې د ولسوالۍ نيمايي سړك په پاخه ډول سره جوړسوى اوپاتې ژمنې تراوسه پورې نه دي عملي سوې .

ولسوال زیاته وي درسنيوله لارې داهم اوري چې ناوه د لومړى درجې ولسوالۍ په توگه پيژندل سوې خوهغه امكانات نه دي وركول سوي چې لومړۍ درجې ولسواليوته ځانګړي سوي وي .

هغه وايي په دي ولسوالۍ كې په بشپړه توگه امنيت ټينگ سوى د سيمې د اوسيدونكودپريكړي سره سم يې په تيرودوه كلونوكې یه دكوكنارکروندي هم نه دي كرلي خوله دې سره سره بیاهم دې ولسوالۍ ته پوره پاملرنه نه ده ترسره سوي .
دناوي دولسوال ددغه نیوکواودشته ستونزودمخنیوي په موخه مووه غوښتل چي دولایت نظرهم له ځانه سره ولروخوهغوي په دې اړه له هررازڅه ویلوڅخه ډه ډه وكړه.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر