۱۳۹۳ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

هلمند: په امنيه قوماندانۍ كې وروسته له ډيره وخته د ريزرف قطعه بيا له سره جوړه سوه .

راپور۲۲-۴-۲۰۱۴
د هلمند په امنيه قوماندانۍ كې وروسته له ډيره وخته د ريزرف قطعه بيا له سره جوړه سوله .
امنیتي چارواکي وايي اوس مهال په نوموړې قطعه كې سلگونه پوليس سرتيري اوافسران شامل دي چې په لښگرگاه ښاراونوروسيموكې به په بيړنيوحالاتوكې ترې كارواخيستل سي .
دوهمداراززیاته وي وړاندې تردي نوموړې قطعې د گوتوپه شميركسان درلودل اوچارې يې هم ترډيره پورې نه یوازي چي نيمگړې وې بلکي یه پروخت دکومي پیښي مخنیوی هم نسوه کولای.
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وايي که څه هم په ددې ولايت کي دريزرف قطعه موجوده وه اويوازې يې ترلسوزيات كسان درلودل خوپه وینايې نه يې سوه کولای چي د اړتيا پرمهال ستونزوته پرخپل وخت د پاى ټكى كښيږدي.
هغه وايي اوس مهال يې نوموړې قطعه يوځل بيا فعاله كړې چې ټول پكې د پوليسواوافسرانوپه گډون شاوخوا ۷۱۰ كسان شامل دي چې كولى سي په هرډول حالاتوكې د نوروامنيتي ځواكونومرستې ته په بيړنيوحالاتوكې ورودانگي.

دنوموړي په وینادراتګ سره سم د پوليسوپه ليكوكې د ځينونيمگړتياود له منځه تلوپه موخه پوره هڅي راپیل کړي ترڅوپه نږدې راتلونكوکي قانوني پولیس له هرډول فساد څخه خوندي د هلمند اوسيدونكوته وړاندې كړي.
قوماندان دهلمنداوسیدونکوته ډاډورکوي چي اوس مهال په مرکزي سیموکي په پوره توګه امنیت خوندي دي اوپه کوموسیموکي چي امنیتي ستونزي شتونلري دلري کولولپاره يې پوره هڅي راپیل کړي دي .

دامنیتي مسولینوله لوري دغه ګام پداسي حال کي پورته کیږي چې دا مهال د هلمند له ټولوسيموڅخه بهرني ځواكونه دشوراب په پوځي اډه کي راټول سوي اوددې ولايت امنيتي چارې يوازې د افغان امنیتي ځواكونولخوا سمباليږي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر