۱۳۹۳ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

هلمند:ديني عالمان وايي که سوله غواړونوپدغه برخه کي دي ريښتينې هڅې ترسره کړل سي .

 راپور-۲۹-۴-۲۰۱۴
ديني عالمان وايي که سوله غواړونوپدغه برخه کي دي ريښتينې هڅې ترسره کړل سي .
دغه څرگندونې ديني عالمانود سه شنبې په ورځ په هلمندکي دیوه دوه ورځني علمي سمينارپه ورستي ورځ په ډاگه كړې چې یادسمینارد سولې اوپيوستون لپاره د همكارې مؤسسې په مرسته جوړسوى و.
په سمینارکي دیني عالمانووویل که داسلامي اصولوپه رڼاکي رښتني هڅي ترسره کړل سي لري نده چي په دغه برخوپرتوستونزوته به دپاي ټکي کښی نه ښودل سي .
بلخوابیاځاي چارواکي پدغه برخه کي ددیني عالمانورول موهیم بولي اودمرستي غوښتنه کوي .
پدي اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په یادسمینارکي ديني عالمانووويل سوله يواسلامي امردى اوكه په دغه لاره کي  د اسلامي اصولوسره سم هڅې ترسره کړل سي نوليرې نه ده چې په هيواد كې به دتلپاتې سولي دټينگښت ترڅنګ دسولي دنه راتلوپروړاندي پرتي ننګوني به هم لمنځه تللي وي .
دغه دیني عالمان وايې دوي دسولي دپیغام رسوني په برخه کي پوره هڅي کړي خوزیاته وي یوشمیركړى د خپلوشخصي گټود ساتلوپه موخه د سولې په لاره كې خنډونه رامنځ ته كوي چي یاده پروسه يې له ستونزوسره مخ کړي هم ده .

بلخوابیادهلمندسرپرست والي احمد مسعود بختوروايي ځينې استخباراتي كړۍ سته چي د اسلام ترنامه لاندې خپلې شخصي ګټوته دلاس رسي په موخه پوره هڅي کوي چي دم ګړیه په افغانستان کي دسړي جگړې دغه اوربل ساتلى دي .


نوموړي له دیني عالمانوڅخه وغوښتل ترڅوپه دې برخه كې په پوره توگه خپل رسالت اداو نه يوازې د اسلام په رڼا كې د سولې گټې په جنګ کي ښكيلوخواوته وره سوي  بلكې دي هغه ځوانان چې نالوستي دي د زده كړې په لوروهڅوي څوبهرني کړي نالوستي ځوانان دخپل هدف په موخه ونه کاروي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر