۱۳۹۳ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

هلمند; دکوکناروداړه ولوکمپاین خپل هدف ته دنه پوره کیدوامله په لوي توپیرپایته وره سیدي .

راپورـــ۲۰۱۴—۴—۲۳-
په هلمندکي دکوکناروداړه ولوکمپاین خپل هدف ته دنه پوره کیدوله امله په لوي توپیرپایته وره سیدي .
چارواکي وايې ټاکل سوي وه چي سږکال به لس زره هکټارکرل سوي دکوکناروکښتونه واړول سي خودشته ستونزوله امله يې یوازي ۲۲۰۰ هکټاره کرل سوي دکوکناروکښتونه لمنځه وړي دي .
دوي زیاته وي داړونده وزارت نه پاملرنه . دولسمشرۍ اوولایتي شوراګانوټاکني .اودخرابي هواله امله يې ونه سوه کولای چي ورکول سوي هدف پوره کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمنددافغانستان یوله هغه ولایتونوڅځه دي چي په سلوکي اتیاسلنه دکوکناروکروندي پکښي کرل کیږي چي له ځانه سره يې ناامني هم زیږه ولي ده دچهارشنبي په ورځ دهلمنددوالي ویاندعمرځواک اودنشه يې توکوسره دمباریزي ریس محمدلعل غزیزي په یوه ګډه خبري ناسته کي وویل دهلمنداداره ونه توانیدله چي دیادوزارت له لوري دکوکنارودکښتونودلمنځه تلوورکول سوي هدف ته ځان وره سوي .
دځواک په خبره یوي خواټاکني . اوله بلي خودمرکزدنه پاملرني له امله ونه توانیدله چي پدي ولایت کي دي لس زره هکټاره دکوکناروکښتونه لمنځه یوسي .

هغه وايې دکوکنارو دکمپاین پرمهال نښتواوچاودنو یوازي  ۵ پولیسو اویو دملي اردو سرتیری وژلی او دملي اردو دیوه  سرتیري په ګډون دملي امنیت  یو سرتیری ټپي سوی هم دی.
پرهمدي مهال دنشه يې توکوپروړاندي دمبارزي ریس محمدلعل عزیزي وايې لویه ننګونه ناامني وه چي په دي ولایت کي دکوکناروپه کرکي دپام واړزیات والي راغلي اوترڅنګ ددولت وسله والومخالفینوکرونده ګردکوکنارووه کښتونه هڅیول يې یوبل لوي لامل بولي چي پدي ولایت کي دکوکناروکښت زیات وو.

نوموړي پروزارت هم نیوکه وکړه چي پروخت کي امکانات ددوي به واکي نه دي ورکړي چي دغه کارهم ددوي پرکارونومنفي اغیزي کړي .
دیادوني وړده چي تیرکال په ټول هلمندکي یولک هکټارکوکنارکرل سوي وه چي اته زره يې لمنځه یوړل  سول اوپاته ۹۲ زره هکټاره يې خپل حاصل ته وره سیدل چي دتیرکال په پرتله سږکال  پنځه ویشت سلنه دکوکناروپه کښت کي زیات والي هم راغلي دي چي دوزارت څخه دلس زره هکټاره هدف څخه یوازي ۲۲۰۰هکټاره کرل سوي وکناراړول سوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر