۱۳۹۳ فروردین ۲۱, پنجشنبه

هلمند: په گرشك ولسوالۍ كې اوس هم ۱۵ ښوونځي د زده كوونكوپرمخ تړلي پاته دي .

راپور-۱۰-۴-۲۰۱۴
د هلمند په گرشك ولسوالۍ كې اوس هم ۱۵ ښوونځي د زده كوونكوپرمخ تړلي پاته دي .
كه څه هم په دې ولايت كې چارواكي د پرانيستل سويوښوونځيولپاره د زده كړې د امكاناتوپه برابرولواو ودانيود جوړولوهڅې كوي خولاهم دم ګړي  په نوموړې ولسوالۍ كې يادي ښوونځي دزده کوونکوپرمخ تړلي پاتې دي.
دا په داسې حال كې ده چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په نوموړې ولسوالۍ كې د يوه لومړنۍ ښوونځي نويې ودانۍ جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل سول.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د پوهنې درياست چارواکي وايې گرشك ولسوالۍ ته دتشکیل لمخي ۳۸ ښوونځي ورکول سوي دي چې له جملي څخه يې ۲۳ ښوونځي دا مهال فعاله او۱۵ ښوونځي لااوس هم دزده كوونكوپرمخ په ټپه تړلي دي .
د نوموړي په وينا په فعاله ښوونځيوكې يوازې ۱۱ ښوونځي ودانۍ لري اوپاتې نوريې ودانۍ هم نه لري.
بل پلود هلمند والي محمد نعيم وايي د چهارشنبې په ورځ يې ددې ولسوالۍ په سمينارپه سيمه كې یه د يوه لومړني ښوونځي ودانۍ چې څه كم نهه مليونه افغانيوپري لګښت راغلي ديوه كال په موده كې جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارسول .

هلمندوالي وايې یاده ودانۍ چي لس درسي اوڅلوراداري خوني لري ټولي اسنتیاوي هم په پام کي نیول سوي دي خوزیاته وي چي دیادي ودانۍ چاري څنګه چي لازمه وه هغه ډول يې کارنه دي پرمخ تللي اواوس هم ډیری ستونزي لري خوبیایه هم یاده ودانۍ  ګټي اخستني ته وسپارله . 
د پوهنې رياست د چارواكوپه وينا په گرشك ولسوالۍ كې ټول ۱۵زره زده كوونكي اوس مهال په زدکړوبوخت دي چي  ۴ زره يې ښځينه دي .

د يادولوده چې هلمند ته د تشكيل له مخې ټول ۳۸۱ ښوونځي وركول سوي دي چې له دې جملې څخه ۲۴۷ دا مهال د زده كوونكوپرمخ پرانيستي دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر